د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې د مهماتو په ذخیرې کې چاودنه شویده، 15 مړه


په ایران کې د مهماتو په ذخیرې کې چاودنه شویده، 15 مړه
په ایران کې د مهماتو په ذخیرې کې چاودنه شویده، 15 مړه

د تهران په لویدیځه برخه کې د مهماتو په یوې ذخیرې کې دوه غټې چاودنې شویدي او لږ تر لږه 15 تنه پکې وژل شویدي.

ایراني مطبوعات وایي چې چاودنې نن د شنبې په ورځ په یوې پوځې اډې کې شویدي چې د ایران د سپاه انقلاب قوه یې اسعتمالوي

د سپاه انقلاب د قوې یوه ویاند رمضان شریف وایي د لومړنیو تحقیقاتو نه مالومیږي چې چاودنې هغه وخت وشولې کله چې پوځیانو مهمات انتقالول.

پدغې زوررې چاودنې کې شاوخوا ودانۍ هم ړنګې شویدي او د ایران د پایتخت تهران نه 40 کیلومتره لیرې هم خلکو د چاودنې شدت احساس کړیدی.

XS
SM
MD
LG