د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې په یوې چاودنې کې 11 کسان وژل شویدي


په ایران کې په یوې چاودنې کې 11 کسان وژل شویدي
په ایران کې په یوې چاودنې کې 11 کسان وژل شویدي

د اېران دولتي مطبوعات واېي چې نن ددغه هېواد په شمال لوېدېز کې د ېوه پوځي رسم ګذشت په دوران کې دبم د چاودنې له امله لږ تر لږه ېوولس کسان ووژل شول او شاوخوا پنځوس کسان زخمېان شویدي.

اېراني مقاماتو ووېل چه چاودنه نن سهار دمهاباد په ښارګوټي کې وشوه او زېاتره ښځې او ماشومان وژل شویدي. اېراني مقاماتو ووېل چې داېران دپوځ د دوو لوړرتبه قوماندانانو ښځې هم په وژل شویو کسانو کې شاملې وې. که څه هم چې تر اوسه پورې چا ددغې چاودنی مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلی خو اېراني مقامات واېې چه دغه چاودنه د کردي ېاغېانو کار دی. دغه سېمه دترکېې سرحد سره نږدی پرته ده.

پوځي رسم ګذشت داېران او عراق دجنګ دشروع کېدلو ددېرشمې کلېزې په مناسبت ترتېب شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG