د لاس رسي وړ اتصالات

د اقلیم بدلون په ایران کې اوبه کمې کړې


په وروستیو کلونو کې په ایران کې د ځینو سیندونو او تالابونو د اوبو د کچې د کمېدو له امله هغه هېواد اوس د چاپیریال له یو لوی بحران سره مخامخ شوی دی. خو کارپوهان وایي چې د ایران د چاپیریال د خرابېدو زیاتره ستونزې د ناقصو انساني فعالیتونو له امله دي.

په داسی حال چې په پاریس کې د اقلیم د بدلون د مخنیوي په اړه غونډه روانه ده، ایران له یو لړ سختو او جدي ستونزو سره مخامخ دی چې د کارپوهانو په عقیده زیاتره ستونزې د طبعيې زیرمو د نامناسب انجسام او ادارې له امله دي.

د ایران د چاپېریال د ساتنې دولتي سازمان وايي چې دا وخت اووه میلونه هکتاره شنه ځمکه په یوه وچ او خپور ریگستان د بدلیدو له خطر سره مخامخ ده.

د فارس د ولایت د بختیگان تالاب چې یو وخت دومره خړوب او زرغون و چې ډله ډله ابې مرغان او ژوي ورتلل خو اوس مخ په وچېدو دی او مالګینه خاوره یې د څارویو او مرغانو لپاره یو لوی خطر گرځېدلی دی.

د بختیگان له تالاب د وچېدو له امله څو وارې په شاوخوا سیمو کې سږکال د مالګینو خاورو طوپانونه راغلل او سیلابونه راووتل.

د ایران بل تالاب اوریمه، چې مساحت یی تقریبا ٥٢٠٠ کېلومېتره مربع دی په نړۍ کې د مالګینو اوبو تر ټولوغټ تالاب و، خو اوس د اوبو د کموالي له امله يې مساحت لس فیصده کم شوی، کرنې ته یې زیان رسولی او شاوخوا پراته انسانانو ژوند يې له یو لړ ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د ایران د دولتي تلویزون د یوه رپوټ له مخې د جمهور رئیس مرستیالې او د چاپېریال د ساتنی د دفتر مشرې معصومې ابتکار چې په پاریس کې یې د خپل حکومت په استازیتوب د ایراني هیت مشري کوله وویل "د پاریس غونډه د نړۍ د مشرانو لپاره یوه فوق العاده ښه موقع په لاس ورکوي چې د نړۍ د اقلیم د بدلون مخه ونیسي ځکه چې د ایران په شمول د ډېرو هېوادونو چاپېریال او د ولسونو ورځني ژوند ته یې په تېرو څو لسیزو کې زیانونه اړولي دي."

د لندن په Imperial College کې د چاپیریال د پالیسۍ او انسجام د مرکزاستاد کاوي مدني وايي ایران مجبوردی چې د کرنې په سکټور کې په فوق العاده ډول اصلاحات راولي او د اوبو د کنټرول او لگولو چارې باید له سره تنظیمې کړې.

د ایران د جمهور رئیس لومړۍ مرستیاله معصومه ابتکار وايي چې اصلا مخ په ودې او بې وزلي ملکونه د بډایو صنعتي هېوادونو د ناوړه پالیسو او له فابریکو نه یی د زهرجنو گازونو د خارجېدو په نتیجه کې د اقلیم د بدلون ښکار شوي دي.

XS
SM
MD
LG