د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر په دی اونۍ کی د جمهور ریس احمدی نژاد لخوا د خپلې برطرفۍ په اړه ویلي چې دا کار د توهین نه ډک او غیر اسلامي ؤ،
د مهر خبري آژانس نن د منوچهر متکی په قول لیکلي چی هغه وایی سنگال ته د یوه رسمی سفر مخکی جمهور ریس احمدی نژاد iغه ته نه و ویلي چې د کاره به برطرفه کیږي.
د جمهور ریس یوه ویاند په یوه غونډه کی چی د متکی په ویاړ جوړه شوې وه وویل چی د بهرنیو چارو پخوانئ وزیر مخکی د دی چی افریقا ته په سفر ولاړ شي په دی پوهیده چی د کاره برطرف شوئ دئ.
د متکی په ځای د اټومی انرژۍ ریس علی اکبر صالحی د بهرنیو چارو د وزیر پحیث مقرر شو او پرون علی اکبر صالحی هم په رسمی توگه ، متکی ته د خدای په امنۍ په مراسمو کی د بهرنیو چارو د وزیر پحیث معرفی شو ، خو په دی مراسمو کی خپله منو چهر کتکی گډون نه و کړئ.
بل خوا، عینی شاهدان وایی د ایران په پایتخت تهران کی له هغه ورسته زیات پولیسان په واټونو او سړکونو کی لیدل کیدل چی حکومت خپلی مرستی کمی کړې دي.
جمهور ریس احمدی نژاد د شنبی په ماښام اعلان وکړ چی د انرژۍ او غذایی مواودو په اړه سب سایډي کمه شي.
د ښاغلي احمدی نژاد د نویو مقراتو سره نن په ایران کی د تیلو بیه څلور چنده لوړه شوه او د دی سبسایدۍ له مخی چی ٦٠ لیټره تیل په میاشت کی د یوه کس لپاره تعین شوي وو ، د یوه لیټر تیلو بیه ۴٠ سینټو ته ختلې ده.
درۍ کاله مخکی کله چی ایران د تیلو د ورکولو د برخی یا راشن کوم سیستم جوړ کړئ ؤ، مظاهره چیانو د تیلو ځینو ټانکونو ته اور اچولۍ ؤ.
عینی شاهدان وایی چی د احتمالي حملو د شنډولو لپاره په ټول تهران کی پولیس ځای ځای شوی دي.
تر اوسه د تشدد او یا نیول کیدو د کومی پیښی رپوټ نه دئ ورکړل شوئ.