د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې زلزلې په سلګونو خلګ وژلي


زلزله مرگبار جنوب شرقی ایران را به لرزه در آورد
زلزله مرگبار جنوب شرقی ایران را به لرزه در آورد
ایراني چارواکي وايي ددغه هېواد په شمال لویدیځه برخه کې دوه قوي زلزلې شویدي، لږ تر لږه ٢٥٠ کسه په کښې وژل شویدي.

ددغو زلزلو قوت ، چې د شنبې په ورځ ماسپښین محال وشوې، شپږ اعشاریه څلور او شپږ اعشاریه درې درجی ؤ.

یادشویو زلزلو د تبریز ښار ته نژدې څو کلي تباه کړل او ډیرو نورو ته یې هم خساره واړوله.

په ټولې سیمې کې د زلزلی ټکانونو په زرګونه خلک مجبور کړل چې شپه د خپلو کورونو نه بهر تیره کړي. د ژغورنې ټیمونه په ورانو ویجاړو ودانیوو کې په ژوندو او مړو پسې گرځي . د چارواکو وینا ده چې ممکن مړي نور هم زیات وي.

د سره صلیب د مرستو رسولو موسسه وايي زرگونو خلکو ته یی خیمې او نور ضروري شیان ورکړیدي.
XS
SM
MD
LG