د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ایران د بندیانو تبادله تائید کړه


ژیو وانگ تر بندي کیدو دمخه له خپلې کورنۍ سره
ژیو وانگ تر بندي کیدو دمخه له خپلې کورنۍ سره

د ایران د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې چینایي الاصله امریکایي بندي ژیو وانگ د یو ایراني محصل مسعود سلیماني سره چې په امریکا کې بندي و، تبادله کیږي.

ښاغلی وانگ د "جاسوسۍ" په تور په ایران کې په ١٠ کاله بند محکوم شوی و او ښاغلی سلیماني هم د ایران په ضد د سوداگریزو بندیزونو نه په سرغړونه محکوم او په امریکا کې بندي و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "خوشحاله یم چې پروفیسور مسعود سلیماني او ښاغلی ژیو وانگ ژر تر ژره د خپلو کورنیو سره یوځای کیږي".

ښاغلي ظریف زیاته کړې: "د ټولو اړخونو څخه چې پدغه بهیر کې دخیل وو په ځانگړې توگه له سویس نه مننه کوم".

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، هم دغه تبادله تائید کړې ده. ښاغلي ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه د ژیو وانگ په اړه لیکلي: "هغه متحده ایالاتو ته په لار دی".

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي ټرمپ هم د سویس له هیواد څخه د ژیو وانگ د خوشې کیدو په اړه د منځگړیتوب په خاطر مننه کړې ده.

ښاغلي ټرمپ ویلي دي: "ښاغلی وانگ د ٢٠١٦ کال له اگست څخه تر اوسه (په ایران کې) د جاسوسۍ په بهانه ساتل کیده. مونږ د خپلو سویسي همکارانو څخه د ایران سره په مذاکراتو کې د همکارۍ او د ښاغلي وانگ د خوشې کیدو په وجه مننه کوو".

څرنگه چې امریکا په ایران کې سفارت نلري، په تهران کې د سویس سفارت په هغه هیواد کې د امریکا د متحده ایالاتو گټې ساتي. پدې وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ د بندیانو په تبادلې کې د پرمختیا په اړه زیات رپوټونه خپاره شوي وو.

د ایران دولتي تلویزیون په یو تازه رپوټ کې ویلي چې ښاغلی سلیماني له خوشې کیدو وروسته په سویس کې ایراني مقاماتو ته سپارل شوی دی.

XS
SM
MD
LG