د لاس رسي وړ اتصالات

ایران زر ګونه افغان کډوال په زور ایستلي


د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته ستنیدونکو وزارت چارواکي وایي چې تیره ورځ د ایران څخه د نیمروز ولایت ته ۳۵۸۷ افغان کډوال بیرته ستانه شوي چې ددې ډلې څخه ۲۵۰۰ یې هغوي دي چې په زور د ایران څخه ایستل شوي.

دې وزارت همدرانګه ویلي چې د روان لمریز کال د غوایي د میاشتې د ۲۴مې څخه د غبرګولي تر دویمې څه کم شل زره افغان کډوال بیرته هیواد ته راغلي او یا په زور ایستل شویدي.

د وزارت په وینا د غوایي د میاشتې په ۳۱ مې هم ۲۱۲۱ افغان کډوال پخپلې خوښې او یا په زور افغانستان ته ستانه شوي چې ګڼ شمیر پکې هغه کسان دي چط ایراني پولیسو په هغه هیواد کې تر نیولو وروسته افغانستان ته را اړولي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته ستنیدونکو وزارت وړاندې ویلي چې په تیرو څو نورو ورځو کې هم ۱۴۲۵۵ افغان کډوال د نیمروز او د هرات ولایت د اسلام قلعه د لارې هیواد ته بیرته ستانه شوي.

د وزارت د معلوماتو له مخې ډیری افغان کډوال چې په زور د ایران څخه ایستل شوي هغوي دي چې هلته یې د اوسیدو قانوني اسناد نه درلودل او په قاچاقي توګه دې هیواد ته ورغلي و.

په ایستل شویو کډوالو کې سل ګونه میرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو د حکومت لخوا د ایران څخه د افغان کډوالو او پنا غوښتونکو د بیرته ستنیدو په اړه دا ارقام ښیي چې پدې تیرو څو اوونیو کې یو ځل بیا په زور د افغان کډوالو ایستل شدید شوي. په اوسط ډول هره ورځ د ایران څخه ۲ زره افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شوي.

وزارت همدارنګه ویلي چې د کډوالو نړیواله ادراه د بیرته ستنو شویو افغان کډوالو سره مرستې کیږي خو دا یې ندي ویلي چې دا مرستې نغدې پیسې او که خوراکي مواد او یا نور څه دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم په یو راپور کې ویلي و چې د روان میلادي کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې د ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۲۷۹ زره افغان کډوال بیرته ستانه شوي.

د اوچا پدې راپور کې ویل شوي و چې د دې کډوالو څخه ۲۵۱۷۰۰ یې د ایران او پاتې ۲۸ زره یې د پاکستان څخه افغانستان ته بیرته راغلي.

د ایران د دولتي خبري اژانس ارنا د راپور له مخې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته څه باندې ۱ ملیون افغانان ایران ته کډه شوي او لا هم هره ورځ زرګونه نور د کار روزګار او یا اروپایي هیوادونو ته د پنا اخیستو په خاطر ایران ته اوړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي پدې هیواد کې د میشتو افغان کډوالو څخه وغوښتل چې د خپلو نومونو د ثبتولو لپاره هغو مرکزونو ته ولاړ شي چې د وړاندې څخه ځانګړي شوي.

هغه وویل، " ټولو هغو افغان اتباعو ته چې د پیژندګلوۍ پدې بهیر کې برخه واخلي د اوسیدو لنډ مهاله اسناد ورکول کیږي او هغوي دې هیڅ ډول اندیښنه نلري

XS
SM
MD
LG