د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد: له خپلې لارې نه اوړو


احمدي نژاد: له خپلې لارې نه اوړو
احمدي نژاد: له خپلې لارې نه اوړو

د ایران جمهورریس محمود احمدي نژاد وایي، دده هیواد به د هغه رپوټ پر پر بنا چې اندیښنه یې اچولې ده چې تهران د اتومی وسلو د جوړولو هڅې کوي، د خپلي اتومي لارې وا نه وړي.

ده همدغه راز نن یوې غونډې ته په وینا کې چې د ایران دولتي تلویزیون خپره کړه، د اتومي انرژۍ د بین المللی ادارې رپوټ رد کړ.

پرون د اتومی انرژې بین المللی ادارې وویل کره معلومات لري چې تهران په داسې فعالیتونو اخته دی چې هدف یې د اتومي وسلو جوړول دي.

د ملګرو ملتونو د اتومی چارو د څارنې موسسې په خپل یو رپوټ کی وویل چه د هغو معلوماتو له کبله سخته اندیښمنه ده چې وایي ایران د اتومی وسلی د اجزاوو د ازمیښت په شمول د اتومی وسلو په جوړولو لګیا دی.

د نړی ځنی قدرتونه د ډیر وخت راهیسې په تهران شکمن دي چې هڅه کوی چې اتومی وسله ولري، خو تهران تل دا خبرونه رد کړیدي.

اروپایی اتحادیی نن وویل چې د اتومي انرژۍ د بین المللی ادارې رپوټ، د ایران د اتومی پرګرام په باره کې موجودې اندیښنې سختې را پاروي.

په عین وخت کې ، فرانسې وویل که چیرې ایران د خپل اتومی پرګرام په باره کی همکاري و نکړي نو د نړې قدرتونه باید په ایران باندې بی ساري سخت بندیزونه ولګوي.

پرون امریکا وویل دغه رپوټ ښایي ددې سبب شي چې په ایران باندې نور بندیزونه ولګول شي.

XS
SM
MD
LG