د لاس رسي وړ اتصالات

اشټن: د ایران سره په خبرو کې کافي پرمختګ شوی


په داسي حال کې چې ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو استازي د پنجشنبې په ورځ د دوهمې ورځې لپاره په ژینیو کې خپلو خبرو ته دوام ورکوي د اروپایي اتحاد لوړ پوړي دیپلوماتې میرمن کاټرین اشټن وویل چې د ایران د باندنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف سره د خبرو په نتیجه کې د ایران د اټمي پروګرام په هکله په کافي اندازه پرمختګ شوی دی.

د کاټرین اشټن یوه ویاند مایکل مان وویل چې د سهارنۍ مذارکراتو پر مهال جواد ظریف په جزییاتو باندي وغږیده او دواړه به د پنجشنبې په ورځ بیا سره وګوري. کاټرین اشټن د ایران سره په خبرو کې د لویدیځو قدرتونو استازیتوب کوي. په دغو خبرو کې د امریکا ، فرانسې، بریتانیې جرمني او روسیې نه علاوه چین هم ګډون کړی دی .

دواړه خواووې کوښښ کوي چې د ایران داتومی پروګرام او یورانیمو دغني کولو په اړه یوې موقتې موافقې ته سره ورسیږي اوکه موافقه یې وکړله نو لویدیځ قدرتونه به پر ایران باندې خپل اقتصادي بندیزونه نرم کړي.

له بلي خوا د فرانسې خارجه وزیر لارن فابیو وایي هره موافقه چې دایران سره کیږي باید ثابته وي اوعملي نتیجه باید ورکړي.

خو د ایران د باندنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ وویل چې ایران به هیڅکله هم د یورانیمو دغني کولو نه لاس وانه خلي.

لویدیځ قدرتونه ګومان کوي چې ایران په پټه کوښښ کوي چي اتومی بم تیار کړي خو ایران تل دغه تورونه ردوي او ادعا کوي چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.
XS
SM
MD
LG