د لاس رسي وړ اتصالات

ایران : ملګرو ملتونو د اتومي چارو د مفتشانو تر څنګ جاسوسان هم ور لیږلي وو


د ایران داستخباراتو وزیر، حیدر مصلحي
د ایران داستخباراتو وزیر، حیدر مصلحي

ایران د ملګرو ملتو د بین المللي اټومي انرژۍ په مؤسسې باندي دا تور لګوي چي د هغه ملک د ذروي فعالیتونو د تفتیش په وخت یې د مفتشانو او تحقیق کونکو سره جاسوسان هم وراستولي وو.

د ایران دولتي تلویزیون نن د شنبې په ورځ د ایران د استخباراتو د وزیر حیدر مصلحي له قوله ویلي دي چي د ملګرو ملتو دغي مؤسسې د خارجي استخباراتو جاسوسان ورلیږلي وو او دغه مؤسسه باید د خپل دې کار له کبله مسئوله وګڼل سي. هغه دا ونه ویل چي کوم تحقیق کونکي جاسوسان وو او نه یې په دې باب نور توضیحات ورکړي دي.

لویدیځ ملکونه په ایران باندي دا تور لګوی چی غواړي ذروي وسلې جوړي کړي. مګر ایران دا تور رد کړی دی.

د ایران د استخباراتو وزیر ددې هفتې په سر کي ملګري ملتونه په دې وغندل چي د بم په هغه چاودنه کي یې لاس درلود چي په کي د ایران د ذروي چارو یو ساینس پوه ووژل سو او یو بل زخمي سو. هغه وویل چي د امریکا، برتانیې او اسرائیلو د استخباراتو ادارو په دې چاودنه کي لاس درلود.

XS
SM
MD
LG