د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اتومي پروگرام د حل وروستۍ هڅې روانې دي


کیري او ظریف دواړه، وایي د موافقې امکان لیدل کیږي.
کیري او ظریف دواړه، وایي د موافقې امکان لیدل کیږي.

د برتانیا د بهرنیو چارو د وزیر، فلیپ هاموند سره د یوه گډ خبري کنفرانس په ترڅ کې د ایران د اتومي پروگرام په اړه د هغه هېواد سره پر راتلونکو مذاکراتو غبرگون وښود.

ده وویل چې هیله لري په دې برخه کې یو څه پرمختگ وشي "دا د ایران د مذاکراتو خورا مهمه اونۍ ده هیله لرو چې خپل هدف ته ورسیږو خو بیا هم وړاندوینه نه شي کیدای خو دا ضروري ده چې ایران مونږ سره ددې مسلې په هره برخه کې کار وکړي چې نړۍ ته دا ثابته کړي چې دا سوله اییز پروگرام دی. موږ به ددې اونۍ په اخره کې په ېوه مناسب وخت کې بیا غونډه وکړو."

فلیپ هاموند په دې اړه خپل غبرگون داسې څرگند کړ "مونږ تر ټولو غوره نتیجې ته هیله لرو مونږ به د ایران سره بدې معاملې ته غاړه کېنږدو. او مونږ به د ایران له خوا د انعطاف زیاته تمه ولرو چې مونږ ته دا قناعت راکړي چې اتومي پروگرام یی یوازې د سوله اییزو مقاصدو د پاره دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د اروپایي اتحاد او منځني ختیځ چارواکو سره په سیمه کې د حالاتو تر څنگ د ایران د اتومي پروگرام په اړه هم خبرې وکړي. ټاکل شوې ده چې ددې سفر په ترڅ کې هغه د مصر، متحدو عربو اماراتو او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو سره پر همدې مسلې خبرې وکړي.

عمان د ایران د خبرو په رسمي هېوادونو، امریکا، برتانیا، چین، فرانسې، روسیې او اروپایي اتحاد د ډلې له کړۍ نه بهر دی.خو عمان د یو مهم لوبغاړي په توگه را دبره شوی دی. عمان چې د ایران سره نږدې اړیکې لري، د تېر کال په مارچ میاشت کې د امریکايي او ایراني ډیپلوماتانو ترمنځ د پټو خبرو لاره هواره کړه او اوس دا ځل یې هم په مسقط کې د وروستیو خبرو د تیر پړاو کوربه توب په غاړه اخیستی و.

د ایران د خبري رسنیو پر بنسټ د عمان د بهرنیو چارو وزیر هم په تیرې اونۍ کې تهران ته سفر کړی و.

د بهرنیو چارو وزیر جان کري به د لندن څخه ویانا ته لاړ شي چی د ایران د اتومي پروگرام په اړه د خبرو وروستي پړاو او یوې موافقې ته د رسېدو وروستۍ هڅې تر سره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي مذاکرات نن د سه شنبې په ورځ د نومبر په ۱۷ نېټه پیلیږي او په ټوله اونۍ کې به دوام وکړي.

ډېر کلونه کیږي چې د نړۍ ځواکمن هیوادونه د ایران د اتومي پروگرام په سر د لانجې د حل دپاره د خبرو لړۍ ته دوام ورکوي چې د اتوم د جوړولو په هڅه کې د ایران مخه ونیول شي په بدل کې به یی لویدیځ هېوادونه د ایران پر تیلو او اقتصادي تاسیساتو باندې لگیدلي بندیزونه چې د هغه هیواد اقتصاد ته یې خورا تاوان رسولی دی، یو څه لېري کړي.

په ویانا کې د ایران د اتومي پروگرام په اړه نړیوال مذاکرات نن پیل شول. دا د ټاکل شوې وروستۍ نېټی له مخې، د نومبر تر څلور ویشتمې پورې، یوې نهایي نتیجې ته د رسېدو په موخه وروستۍ هڅې دي چې د ایران د اتومي پروگرام په برخه کې موافقه تر لاسه شي.

د خبرو نه مخکې به د حالاتو انځور د تلوېزېوني کمرو په مخکې د پخوا په څېر وي چې مشران یو په یو رارسیږي او وروسته به بیا د تړلو دروازو تر شا د ایران د سنترفیوزونو د وړتیا په اړه خبرې وشي او دا چې ایران د اتومي بم د جوړولو دپاره کومې اندازې غني شویو یورانیمو ته اړتیا لري او څه ډول پلټنو ته به اجازه ورکړل شي او څومره ژر به اقتصادي بندیزونه لېري کړل شي.

جین کینن مانت په لندن کې د چتم هوز د منځني ختیځ د پروگرام مرستیاله ده هغه وایي که څه هم په دې مذاکراتو کې اوه هېوادونه برخه لري خو وروستۍ خبره به ایران او امریکا ته ورسي.

"زه فکر کوم چې دا ځل په دواړو خواو کې دا جدیت موجود دی چې ېوه موافقه منځته راشي."

په دې خبرو کې چین او روسیه هم په خبرو کې حضور لري. دوي د اروپایي اتحاد د هطوادونو او امریکا په وړاندې د مخالف لوري، یوه جبهه شانته جوړه کړې ده.

روسیه د ایران په اړه بیل نظر لري او دا پالیسي د لویدیځ دپاره د اندېښنې وړ ده.

XS
SM
MD
LG