د لاس رسي وړ اتصالات

لاریجاني: حکومت به بلواکونکي او یاغیان اعدام کړي


Хода з пакетами на голові під супровід оркестру
Хода з пакетами на голові під супровід оркестру

نن دجمعې په ورځ په تهران کې په رزگونو خلکو دجمعې دلمانځه د ادا کولو نه مخکې د اېران د حکومت د ٢ مخورو مخالفو سېاسي مشرانو د اعدامولو لپاره شعارونه ورکول.

توقع کېږي چی نن به د جمعې د لمانځه د ادا کولو نه وروسته دحکومت په ملاتړ په تهران کې ېوه غټه مظاهره جوړه شي.

لمونځ کوونکو دمېر حسېن موسوي او مهدي کروبي داعدامولو غوښتنه کوله. دواړه داېران داوسني حکومت د ېوه مخالف تحرېک مهم مشران دي او وړم کال د جمهوري رېاست په انتخاباتو کې د جمهور رېس محمود احمدي نژاد په مقابل کې درېدلی وو خو ویې باېلل.

داېران د قضاېې څانگې رېس اېت اله صادق لارېجاني پرون ووېل چې حکومت به دواړو مخالفانو ته دېکشنبې په ورځ اجازه ورنه کړي چی دخپل پلان سره سم دحکومت پر خلاف په ېوه غونډه کې وېنا وکړي.

اېت اله لارېجاني ووېل چې حکومت به بلوا کوونکي او ېاغېان اعدام کړي. داېران داوسني رژېم پر خلاف پاڅون سزا مرگ ده. مخالفانو هم پر خپلو طرفدارانو باندي دانټرنېټ له لارې غږ کړی چی دېکشنبی په ورځ دې سړکونو ته راووځي او دحکومت پرخلاف دې مظاهرې وکړي.

XS
SM
MD
LG