د لاس رسي وړ اتصالات

په ګاونډیو هېوادونو کې د ایران د ترهګر رژیم بریدونو یو کس وژلی دی

د ایران ګاونډيو هېوادونو ویلي چې د دغه هېواد ترهګر رژیم د دوشنبې په ورځ د دوی پر خاورې د ډرونونو او توغندیو نور بریدونه کړي دي.

متحده عربي اماراتو وویل چې د دوشنبې په ورځ یې له ایران څخه توغول شوي ۲۱ ډرونونه او شپږ بالستیک توغندي نسکور کړي دي.

په ابوظبۍ کې یو تن د توغندي د لګېدلو له کبله وژل شوی او د متحده عربي اماراتو د فجیره په بندر کې بیا د ډرون برید شوی چې له کبله یې اورلګېدنه رامنځته شوې اما مرګ ژوبله یې نه لرله.

یو بل ډرون د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه، د تېلو یوه زېرمه وېشتلې او پدې مهم هوايي ډګر کې یې پروازونه ځنډولي دي.

سعودي عربستان ویلي چې د دغه هېواد د دافع هوا سیسټمونو ۶۴ ډرونونه تر ډېره حده د هېواد په ختیځه برخه کې شنډ کړي دي.

د بحرین دفاعي ځواکونو هم اعلان وکړ چې څلور توغندي او درې ډرونونه یې رانسکور کړي دي.

د ایران رژیم د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې، کله چې متحدو ایالتونو او اسراییلو د دغه رژیم پر ضد ګډ بریدونه پیل کړل، په سیمه کې پر هېوادونو سلګونه ډرونونه او توغندي توغولي دي چې ملکي او پوځي بنسټونه یې په نښه کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG