د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې لوی ولسي خوځښت، د پراخو مظاهرو دولسمه ورځ


په ایران کې وروستۍ مظاهرې
په ایران کې وروستۍ مظاهرې

په تېرو درېیو کلونو کې، د ایران د اسلامي رژیم پر ضد تر ټولو لويې مظاهرې پر سړکونو باندې د لاریون او کارګري اعتصاب په پراخېدو دولسمې ورځې ته غځېدلي.

د ایران تر ټولو لوي اعتراضي خوځښت د پنجشنبې په ورځ خپلې دولسمې ورځې ته داخل شو. د ټولنیزو رسنیو راپورونه او ویډیوګانې ښيي چې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د مستبدو واکمنانو پر ضد د ایراني وګړو د اعتراضونو په ترڅ کې پر سړکونو لاریونونه او کارګري اعتصابونه لا پراخ شوي دي.

هغه راپورونه چې د امریکا غږ د فارسي څانګې له لوري ارزول شوي او د باور وړ بلل شوي، ښيي چې د ایران د فارس ولایت په جنوب لوېدیځ کې د سروشستان او د ګیلان ولایت په شمال کې په لاهیجان نومې سیمه کې لاریون کوونکي په ښارونو کې سړکونو ته راوتلي او شعارونه ورکوي چې نور خلک هم اعتراضونو ته راوبولي.

راپورونه دا هم ښيي چې کارګري اعتصابونه د شمالي ولایتونو ګیلان او قزوین- لوېدیځ ولایتونه کردستان، کرمانشاه او ایلام- د جنوب بوشهر ولایت په شمول د فارس او اصفهان مرکزي ولایتونو او د شمال ختیځ رضوي خراسان ولایت بېلابېلو سیمو ته خپاره شوي.

دا مظاهرې د دسمبر په ۲۸مه په پلازمېنه تهران کې پیل شول او په څو ورځو کې ټول هېواد ته خپرې شوې. د خلک له خوا دا مظاهرې د ناوړه اقتصادي شرایطو له امله راپارېدلي.

دا په بیسارې توګه د ډالر پر وړاندې د ایراني اسعارو د ارزښت ټیټېدلو ته اشاره کوي. داسې شعارونه چې د رژیم د بدلون غوښتنه کوي د دغو اعتراضونو اصلي برخه ګرځېدلي ده.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «ایکس» ټولنیزې شبکې فارسي حساب پر پاڼې باندې د وروستیو ورځو د مظاهرو یوه ویډیو شریکه کړه چې پکې د لوېدیځ ښار عبدانان زرګونه لاریون کوونکي ښيي چې ځینې یې د وریجو بوجۍ څیروي او وریجې یې هوا ته غورځوي.

د ویدیو سره لیکل شوي: "کله چې بیې دومره لوړې شي چې مصرف کوونکي یې د پېرلو وس ونه لري او بزګران یې د پلور توان ونه لري، نو ټول زیان ویني. دا فرق نه کوي چې دا وریجې وغورځول شي. د عبدانان د خلکو له خوا د لوړو بیو پر مهال د وړیا وریجو نه منل د انساني کرامت یو پیاوړی عمل او د ازادۍ زړوره غوښتنه ده.»

په یوه بل پوسټ کې راغلِي چې د اسلامي جمهوریت د قضايي قوې مشر په روانه اوونۍ کې د اعتراض کوونکو پر ضد ګواښونه کړي او د اوږدې مودې د تګلارې په ترڅ کې یې سمدستي نور اعدامونه کړي چې د رژیم مخالفین ووېروي او چوپ یې کړي.

پاڼه زیاتوي چې "سره له دې، د اعتراض کوونکو ځپل ناکام شوي دي. د ایران خلک لا هم پر خپل دریځ ولاړ دي او د ازادۍ، کرامت او عدالت غوښتنه کوي. نړۍ ګوري، او وېره نشي کولای زړورتیا مړه کړي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG