د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د سعودي – ایران د خبرو کوربتوب ته تیار دی


پاکستاني مقاماتو په تهران کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني اونورو چارواکو سره وکتل.
پاکستاني مقاماتو په تهران کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني اونورو چارواکو سره وکتل.

د پاکستان صدراعظم د ایران او سعودي ترمنځ د مفاهمې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې اسلام آبباد دې ته تیار دی چې د سیمې ددغو دوو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د خبرو کوربتوب وکړي.

د پاکستان صدراعظمنواز شریف دسه شنبې په ورځ د ایران له جمهور رئیس حسن روحاني سره له کتنې وروسته په تهران کې خبریالانو ته وویل چې ایران د سعودي عربستان سره د اړیکو ښه کولو ته لیوالتیا ښودلې او د راتلوونکو خبرو لپاره به یو استازی وټاکي.

ښاغلي شریف ویلي دي چې د سعودي عربستان له مقاماتو سره یې هم خبرې کړې دي او هغوی به د یو استازي د ټاکلو په اړه وهڅوي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف او ددې هیواد لوی درستیز راحیل شریف د دوشنبې په ورځ په ریاض کې د غرمنۍ لپاره د عربستان د پاچا ملک سلمان میلمانه وو.

که څه هم چې د پاکستان او سعودي د چارواکو ترمنځ د خبرو جزیات تر ډیره څرگند نه شول، خو پاکستاني مقاماتو وویل چې "دوه اړخیزه همکاري او په سیمه کې وروستۍ پیښې" د دواړو خواو ترمنځ د خبرو اصلي اجنداوی وې.

په دې سفر کې مل پاکستاني چارواکو د اسوشیتید پرس اژانس ته د نوم د نه څرگندولو په شرط ویلي چې د پاکستان لوی درستز د ایران او سعودي ترمنځ د مفاهمې د لارې چارې په پرانستلو ټینگار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې اسلام آباد د تهران او ریاض ترمنځ د رامنځ ته شوي کړکیچ په وجه خورا اندیښمن دی.

په ایران کې د شیعه گانو په مشرۍ حکومت او د سعودي شاهي سني نظام له ډیرې مودې راهیسې سره سیالي کوي، خو د دواړو هیوادونو اړیکې په څو تیرو اونیو کې خورا خړې پړې شوې دي.

د سعودي او ایران اړیکې له هغه وروسته خرابې شوې چې ریاض یو شیعه عالم نمبر باقر النمر اعدام کړ، مظاهره کوونکو يې پر ضد په تهران او مشهد کې د سعودي پر سفارت او قونسلګرۍ یرغل وکړ.

ددې پیښې په نتیجه کې سعودي عربستان سم له واره له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او ورسره، بحرین، سوډان، کويټ هم له تهران سره خپل ډيپلوماتیک روابط پرې کړل او متحده عربي اماراتو بیا خپلې اړیکې یوازې د سوداګرۍ کچې ته راټیټې کړې.

XS
SM
MD
LG