د لاس رسي وړ اتصالات

ایران خپل یو تبع امریکا ته د جاسوسۍ په تور په مرگ محکوم کړ


د ایران حکومت وايي یو کس ته یې د امریکا استخباراتي اداری سي آی اې ته د جاسوسۍ په تور د اعدام سزا ورکړې.

د ایران د عدلیې وزرات ویاند غلام حسین اسماعیلي ویلي دي چې امریکا ته یې د جاسوسۍ کولو په تور یو کس ته د اعدام او دوو نورو ته د لسو کلونو د بند سزا اورولي ده. هغه وویل چې یو بل کس ته یې هم برتانیې ته د جاسوسۍ په جرم د لسو کلونو سزا ورکړیده.

اسماعیلي وویل هغه تورن کس چې د مرگ په سزا محکوم شوی، سترې محکمې ته یې خپله قضیه لیږلي ده او اوس به یې ستره محکمه وروستۍ پریکړه کوي.

ایران پداسې حال کې خپلو اتباعو ته دغه سزاګانې اورولي دي چې د امریکا او ایران اړیکې پدې تیرو څو کالونو کې سختې خرابې شویدي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د ٢٠١٥ کال د اتومي موافقې نه امریکا ایستلي ده او د هغې نه وروسته په ایران پرله پسې اقتصادي بندیزونه زیات کړیدي چې په دغه ملک فشار راوستل شي.

XS
SM
MD
LG