د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د کورنیو چارو وزیر: د افغان کډوالو سر شمیرنه کوو او لنډ مهالی اقامت ورکوو


د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي

د ایران د کورنیو چارو وزیر وایي دې هیواد ته ګڼ شمیر افغان کډوال ورغلي او که پیژندګلوي یې ونشي، نه یوازې د کډوالو بلکې د ایران حکومت لپاره په یوې ستونزې بدلیدی شي.

احمد وحیدي پنجشنبه اپریل ۲۸ (غوایي۸) د بهرنیو کډوالو د چارو د تنظیم په یوې غونډې کې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو او هلته د طالبانو واک ته رسیدو ته په اشارې وویل چې دې وضعیت افغان ولس ته ډیرې ستونزې پیدا کړي او له همدې کبله ګڼ شمیر افغان کډوالو ایران ته مخه کړې.

ښاغلي وحیدي وویل چې د ایران حکومت د "انساني مسایلو" له مخې پدې ونه توانید چې د افغان کډولاو سره زشته رویه وکړي او هغوي پرې نږدي چې د ایران خاورې ته ننوزي خو زیاته یې کړه چې د دې افغان کډوالو پیژندګلوي یو "مهم اقدام" دی او که د هغوي پیژندګلوي ونشي نه یوازې افغان کډوالو بلکې د ایران حکومت ته ستونزې پیدا کوي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر پدې هیواد کې د میشتو افغان کډوالو څخه وغوښتل چې د خپلو نومونو د ثبتولو لپاره هغو مرکزونو ته ولاړ شي چې د وړاندې څخه ځانګړي شوي.

هغه وویل، " ټولو هغو افغان اتباعو ته چې د پیژندګلوۍ پدې بهیر کې برخه واخلي د اوسیدو لنډ مهاله اسناد ورکول کیږي او هغوي دې هیڅ ډول اندیښنه نلري".

ښاغلي وحیدي وویل چې د ګڼ شمیر افغان کډوالو د ویزو مودې هم ښایي پای ته رسیدلي وي چې تازه دې هیواد ته ورغلي خو لا هم پدې هیواد کې پاتې دي.

دې جګپوړي ایراني چارواکو خبرداری ورکړ که افغان کډوال د هر دلیل له کبله د نوم د ثبتولو او پيژندګلوۍ دغو دفترونو ته مراجعه ونکړي، "امکان لري کډوال ونه بلل شي او مجبور د هغوي سره په سختۍ چلند وشي".

خو د ایران د کورنیو چارو وزیر پخپلو خبرو کې دا ونه ویل که افغان کډوال د نوم ثبتولو پدې بهیر کې برخه وانخلي د حکومت لخوا به د هغوي پر ضد د سختۍ اقدامات څه ډول وي. ښاغلی وحیدي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې دایران څخه د افغان کډوالو په زوره ایستل ډیر شوي.

د طالبانو د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس د حمل د میاشتې له ۲۳ څخه تر ۲۹ مې ورځې پورې په اوسط ډول هره ورځ دوه زره افغان کډوال له ایران څخه یا په خپله خوښه ستانه شوي او یا هم د دغه هیواد له خوا شړل شوي دي.

دغه وزارت وايي په دغه موده کې اوه زره او ۸۱۹ تنه د نیمروز ولایت له لارې افغانستان ته په جبري او یا هم په داوطلبانه ډول ستانه شوي دي. په ستنو شوو افغانانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت شمیرني ښيي، چې له ایران څخه یو ځل بیا افغانستان د ستنیدونکو افغانانو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دغه وزارت وايي ستنیدونکو افغانانو سره د ستنیدلو پر مهال په سرحد کې مهاجرت د نړیوالې ادارې "آی او ایم" له مرستې شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو څخه وړاندې شاوخوا ۳.۵ ملیونه افغان کډوال په ایران کې اوسیدل چې نږدې یو ملیون یې هلته د اوسیدو قانوني اسناد نه درلودل.

XS
SM
MD
LG