د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ومنله چې پوځ یې سهواً د یوکراین مسافر وړونکې الوتکه ویشتلې


په الوتکه کې ۱۷۶ کسان سپاره و او ټول یې وژل شوي و
په الوتکه کې ۱۷۶ کسان سپاره و او ټول یې وژل شوي و

ایراني چارواکي وايي چې د اوکراین مسافر وړونکې الوتکه د "انساني تېروتنې"له کبله وېشتل شوې او غورځول شوې ده.

ایران په لومړي سر کې نه منله چې ګنې پوځ یې دغه الوتکه ویشتلې او غورځولې ده.

په تازه راپور کې چې د شنبې په ورځ، جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۱مه) خپور شو، راغلي چې د عسکرو او قوماندانو تر منځ د ناسم تفاهم، د اجازې پرته د توغندیو وارول او د توغندیو په سیستم کې د بطرۍ په ناسمه توګه ایښودل د دې سبب شول چې د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو د یوکراین مسافر وړونکي الوتکه وولي.

پدې الوتکه کې ټول ۱۷۶ کسان سپاره و او ټول ووژل شول.

د الوتکې د لویدلو په هکله تازه راپور د ایران د هوایي چلند سازمان خپور کړی.

کاناډا او یو شمیر نورو هیوادونو د ایران نه څو ځله غوښتي چې د الوتکې د معلوماتو د ثبت ماشین (تور بکس) دې وروسپاري چې معلومه کړي الوتکه چا او څنګه ویشتلې خو ایران دا غوښتنه نه منله. ایران اوس ویلي چې د الوتکې تور بکس به پاریس ته ولیږي او نړیوال تحقیق کوونکي به یې بالاخره وګوري.

په کومه ورځ چې دغه الوتکه د ایران پوځ ویشتلې وه، په هماغه شپه د ایران پوځ په عراق کې د امریکا په عسکرو بالاستیک توغندي وار کړي و او ایراني پوځ ګمان کاوه چې امریکا به متقابل ځواب ورکړي. ایران دا هم ویلي و چې پدې الوتکې د توغندي ګمان شوی خو د ملکي هوایي چلند په راپور کې دا خبره رد شوې.

په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې د هغه توغندي چې په الوتکې وار شوی، بطرۍ یې لیرې شوې او د بیرته ایښودو پر وخت په سم ځای کې نه وه ایښودل شوې.

د راپور په یوې بلې برخې کې راغلي چې کومو کسانو چې د الوتکې د بطرۍ د بدلولو او سمبالولو چارې یې پر مخ وړلې، د خپلو قوماندانو سره یې هیڅ اړیکه نه درلوده او پرته د دې چې اجازه وغواړي، دوه ځله یې توغندي وار کړي.

د لویدیځو هیوادونو د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې ایران د یوکراین دا مسافر وړونکي الوتکه د (SA-15) د توغندیو د دفاع په سیستم ویشتلې چې په روسیه کې جوړ شوی. دا سیستم رادار لري، د موټر د پاسه ایښودل کیږي او اته توغندي پکې ځای پر ځای کیږي.

XS
SM
MD
LG