د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه او کاناډا د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې ریکارډر څېړي


د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر فرانکوېس فلېپ شمپېن ویلي چې په ایران کې د وېشتل شوې اوکراینۍ الوتکې د پرواز ثبتونکې وسیله (بلک باکس/تور بکس) د ارزونې لپاره فرانسې ته لېږل شوې ده.

شمپېن په ټویټر کې لیکلي دي چې د دوشنبې په ورځ جون ۲۰مه (چنګاښ ۳۰مه) په پاریس کې به د فرانسې د ملکي هوايي چلن د خوندیتوب ادارې متخصصین په ریکاډر کې ثبت شوي معلومات وڅېړي.

دغه کاناډایي دېپلومات زیاته کړې چې د څېړنو پر وخت به د کاناډا د ټرانسپورت د خوندیتوب بورد مامورین هم وي.

د اوکراینۍ الوتکې ډیری مسافرین کاناډایان وو او یا هغه کسان وو چې کاناډا ته تلل.

ایران وایي چې پوځیانو یې د جنورۍ په میاشت کې اوکراینۍ الوتکه د تهران له هوايي ډګر څخه تر پورته کېدو څو دقیقې وروسته سهواً په راکټ وویشتله.

پېښه د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي او سیاسي ناندریو په درشل کې رامنځته شوه. د امریکا لخوا د جګپوړي ایراني جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته، ایراني پوځيانو په عراق کې د امریکا یو شمېر پوځي اډې په راکټونو وویشتلې.

د افغانستان په شمول، د کاناډا، اوکراین او نورو هېوادونو چارواکو د الوتکې د وېشتل کېدو قضیې د اساسي څېړنو غوښتنه وکړه. په الوتکه کې یو شمېر افغانان هم وو.

ایران حاضر نه و چې تور بکس اوکراین او یا هم بل هېواد ته د څېړنو لپاره وسپاري خو له یو لړ نړیوالو فشارونو څخه وروسته ایراني چارواکي اړ شول چې دغه وسیله فرانسې ته واستوي.

الوتکه د بوئینګ د امریکايې کمپنۍ لخوا جوړه شوې وه. پر تهران د واشنګټن د بندیزونو له وجې امریکايي چارواکو د بلک باکس د خلاصولو او ارزولو لپاره اړین وسایل ایران ته ونه لېږل.


XS
SM
MD
LG