د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ پر عراق د بندیزونو د لګولو خبرداری ورکړی دی


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ عراق ته خبرداری ورکړی چې که د امریکايي پوځیانو د وتو طرحه عملي کړي نو واشنګټن به پر بغداد بندیزونه ولګوي.

ټرمپ د یکشنبې په شپه له فلورېډا څخه واشنګټن ته د راتللو پر مهال خبریالانو ته وویل چې امریکا به له عراق نه ونه وځي مګر دا چې بغداد د هغې پوځي اډې پېسې ورکړي چې امریکایانو جوړه کړې ده.

ټرمپ وویل امریکا په عراق کې "فوق العاده قیمتي" اډه لري چې میلیاردونه ډالر پرې لګول شوي دي.

امریکا په ټول عراق کې ۱۲ پوځي مرکزونه لري خو ولسمشر څرګنده نه کړه چې موخه یې کومه پوځي اډه ده.

د امریکايي پوځيانو په برید کې د جګپوړي ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو په غبرګون کې د یکشنبې په ورځ د عراق پارلمان له هغه هېواد نه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو طرحه تصویب کړه.

عراقي وکیلانو له حکومت نه د هغې موافقې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه چې له مخې یې واشنګټن څه باندې څلور کاله مخکې داعش ډلې سره د مبارزې په خاطر عراق ته پوځیان واستول.

د شاخوا ۵۲۰۰ امریکايي پوځیانو وتل به له داعش سره مبارزه ټکنۍ کړي او ددغې ډلې د بیا راپورته کېدو زمینه به برابره شي.

ټرمپ پر عراق د بندیزونو د لګولو خبرداری ورکړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

XS
SM
MD
LG