د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: د ایران اټومي "معامله کار ورکوي"


اروپايي ټولنې د ایران، جرمني، فرانسې او برېټانیې د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون یوه غونډه رابللې وه څو له ایران سره د نړیوالو قدرتونو پر اټومي معاملې خبرې وکړي.

غونډه په داسې یو وخت کې د بلجیم په مرکز بروکسل کې وشوه چې په پام کې ده دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اټومي موافقې په اړه د خپل حکومت دریځ د جمعې په ورځ [جنورۍ ۱۲] اعلان کړي.

په ۲۰۱۵ کال کې د شوې موافقې پر اساس چې "د عمل ګډ هر اړخیز پلان" یې بولي، ایران د نړیوالو اقتصادي بندیزیونو د نرمښت په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدود کړ.

ولسمشر ټرمپ د تېر کال د اکټوبر په میاشت کې دغه موافقه تصدیق نه کړه او له کانګرس څخه یې وغوښتل چې په ۶۰ ورځو کې پر ایران د بندیزونو پر بیا لګولو پریکړه وکړي.

د بروکسل د غونډې بحثونو وښودله چې اروپايي ټولنه او امریکا د ایران د اټومي موافقې پر سر ژور اختلاف لري. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې، فدریکا موګیرني وایې چې "معامله(اټومي موافقه) کار ورکوي، پر خپلو اصلي اهدافو چې د ایران د اټومي پروګرام ارزونه او نږدې څارنه ده، روانه ده."

د امریکا اروپايي متحدین ایران ته ډاډ ورکړی چې اټومي موافقه به په پشپړه توګه پلې کېږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سیګمار ګبریل امریکا ته په خطاب کې وویل چې موږ غواړو "د عمل ګډ هر اړخیز پلان وساتو".

د اروپايي ټولنې جګپوړي دیپلوماتان وایې چې له اټومي موافقې څخه د امریکا په شا کېدل به رغنده اقدام نه وي او ټینګار کوي چې د بلې هرې مسلې په اړه باید له ایران سره په بیلو لارو چارو چلند وشي.

ایران د چهارشنبې په ورځ [جنورۍ ۱۰] خبرداری ورکړ چې که امریکا پر خپلو ژمنو وفا ونه کړي نو ایران به د ملګرو ملتونو له اټومي ادارې سره خپلې همکارۍ کمې کړي.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي وایې چې که امریکا بیا بندیزیونه ولګوي، ایران به "دا کار له اټومي موافقې څخه سرغړونه وبولي".

د ایران سیمه ایزې متحدې، روسیې هم ویلي چې په ټینګه د ایران د اټومي موافقې ملاتړ کوي. د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په مسکو کې د خبرو پر مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې روسیه به د ایران او نړیوالو قدرتونو تر منځ له اټومي موافقې څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

تهران ویلي چې تر هغو به له نړیوالو قدرتونو سره پر شوې موافقې عمل وکړي چې نورې خواوې پر خپلو ژمنو ټینګ پاتې وي. ایراني چارواکو دا خبرداری هم ورکړی چې که واشنګټن له موافقې څخه په شا شو نو دوي به موافقه څېرې کړي.

اروپايي ټولنه: د ایران اټومي "معامله کار ورکوي"
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

XS
SM
MD
LG