د لاس رسي وړ اتصالات

تهران هم ایران ته د امریکایانو په ورتګ بندیز لګوي

د شنبې په ورځ د ایران ولسمشر وویل چې اوس د ملتونو ترمنځ د دیوالونو د جوړولو وخت نه دی.
د شنبې په ورځ د ایران ولسمشر وویل چې اوس د ملتونو ترمنځ د دیوالونو د جوړولو وخت نه دی.

په تهران کې چارواکي وايي ایران به هم دغه هېواد ته د امریکایانو په ننوتلو بندیز ولګوي.

تهران دا اقدام له هغه وروسته کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یو تازه فرمان کې امریکا ته د ایران په ګډون د اوو مسلمانو هېوادونو د وګړو پر راتګ بندیز ولګوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي " ایران د امریکا خلکو ته احترام لري او د امریکا د حکومت د سختې پالیسۍ او خلکو ترمنځ توپیر کوي، خو د امریکا له لوري پر ایرانیانو د سخت بندیز په غبرګون کې به بالمثل عمل کوي او دا کار به د امریکا د دغه بندیز تر لېرې کېدو پورې روان وي".

د رویټرز خبري اژانس وایي په اعلامیه کې دا هم ویل شوي" امریکا ته د مسلمانانو په ورتګ بندیز، د مسلمانانو، اسلامي نړۍ او په خاص ډول د ایران ولس ته سپکاوی او افرطیانو ته یوه ښه ډالۍ ده".

خو په اعلامیه کې ویل شوي نه دي چې دا بندیزونه به کله پیلیږي.

د ښاغلي ټرمپ دغه فرمان پر نورو مسلمانانو سربېره شاوخوا یو میلیون امریکايي-ایرانیانو ته هم لویې ستونزې جوړې کړي دي.

تر دغه اقدام مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي وو چې اوس د ملتونو ترمنځ د دیوالونو جوړولو وخت نه دی، چې اشاره یې د ولسمشر ټرمپ هغه پلان ته وه، چې غواړي له مکسیکو سره پر سرحد لوی دیوال جوړ کړي.

د ولسمشر ټرمپ د نوي فرمان په اساس د ایران، عراق، سوریې، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن وګړو باندې د څلورو میاشتو خو د سوریې پر وګړو تر نامعلوم وخت پورې امریکا ته د ننوتلو بندیز لګول شوی دی.

د دې تر څنګ، د رویټرز د خبري اژانس د راپور له مخې هغه خلک چې په امریکا کې د دایمي اوسېدو اسناد ( ګرین کارت) لري هم په دغو بندیزونو کې شامل دي. په دې مانا چې دوی به هم په دغې مودې کې امریکا ته نشي راتلی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG