د لاس رسي وړ اتصالات

یو ایرانی دیپلومات په بلجیم کې د تروریزم په تور محاکمه کیږي


د ایران د مقاومت د ملي شورا غړیو په جرمني کې مظاهره کړې او د ایران دیپلومات محاکمه کول یې غوښتي دي.
د ایران د مقاومت د ملي شورا غړیو په جرمني کې مظاهره کړې او د ایران دیپلومات محاکمه کول یې غوښتي دي.

د ایران یو دیپلومات نن د جمعې په ورځ ، نومبر ۲۷(لیندۍ۷) په بلجیم کې محاکمه کیږي. په هغه دا تور دی چې د فرانسې په پایتخت پاریس کې یې د مخالفینو په لاریون کې د بم د چولو پلان درلود.

ایرانی دیپلومات اسدالله اسعدي چې ۴۸ کاله عمر لري پخوا یې په ویانا کې دنده درلوده او که مجرم ثابت شي، د عمري قید سزا ورکول کیږي.

د ایران د مقاومت ملي شورا چې د ایران د مجاهدین خلق ډله هم پکې شامله ده د ۲۰۱۸ کال د جون د میاشتې په ۳۰مه یې د پاریس ښار په یوې څنډې کې پراخ لاریون تنظیم کړی و.

ټاکل شوې وه پدې لاریون کې د برتانیې، امریکا، فرانسې او څو نورو هیوادونو د پخوانیو سناتورانو تر څنګ د نړۍ یو شمیر مشهورو شخصیتونو برخه اخیستې وی. د ایران د مقاومت د ملي شورا مشرې مریم رجوي هم پکې برخه اخیستې وه.

د غونډې د پیل نه وړاندې په بلجیم کې چارواکو اعلان وکړ چې فرانسې ته د چاودیدونکو موادو د قاچاق کولو مخه یې نیولې. د بلجیم چارواکو همدرانګه ویلي چې د دې موادونو نه د ایران د مخالفینو په یوې غونډې د چاودنې لپاره کار اخیستل کیده.

د فرانسې حکومت د ایران د استخباراتو په ادارې تور لګولی و چې دا کار د هغوي په اشارې کیده خو د ایران اسلامي جمهوریت دا تورونه رد کړیدي.

د دې تر څنګ په بلجیم کې چارواکو یوه ښځه او خاونده چې په خټه ایرانیان دي، په موټر کې د نیم کلیو چاودیدونکو موادو سره ونیول. معلومه نده چې دې ښځې او خاوند په کوم ځای کې د چاودنې نیت درلود خو د بلجیم چارواکو ویلي چې نن د جمعې په ورځ به څلور کسان محاکمه شي چې دا ښځه او خاوند هم پکې شامل دي.

پدې څلورو واړو کسانو دا تور دی چې د تروریستي بریدونو پلان یې درلود او که مجرم ثابت شي د عمري قید سزا ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG