د لاس رسي وړ اتصالات

کېري د یاغیانو په ضد له عراق سره د مرستو ژمنه وکړه


جان کېري
جان کېري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، د عراقي یاغیانو په وړاندې چې د بغداد په لور روان دي، د عراق له حکومت سره د مرستو کلکه ژمنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د دوشنبې په ورځ په عراق کې د هغه گواښونو په وړاندې د مرستو کلکه ژمنه وکړه چې د شمال او لویدیځ له خوا د یاغیانو د پراخو عملیاتو په وجه بغداد ته متوجه دي.

جان کېري د عراق په چکپوړي مشر فشار راوړ چې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي څو د هغو یاغیانو مخه ونیسي چې د عراق په شمالي او لویدیځو برخو کې ډیرې سیمې تر ولکې لاندې راوستي دي.

جان کېري وویل "د امریکا مرسته به ډیره شدیده او دوامداره وي او که چېرې عراقي مشران د هیواد د یو موټي کیدو په لار کې لازمه اقدامات وکړي، دا به ډیره اغیزمنه وي."


خو هغه زیاته کړه چې د عراق خطر ویرونکی دی "دا عراق د مشرانو دپاره د پریکړې وخت دی. عراق د یو شته گواښ سره مخ دی او عراقي مشران باید مبارزه وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په داسې حال کې عراق نه لیدنه کوي چې د شعیگانو په مشرۍ حکومت د سني سخت دریځه یاغیانو په وړاندې د ننکونو سره مخامخ دی.

د نوري المالکي حکومت کې سني او کردي اقلیتنونو ته ونډه نه ورکول د هغه حکومت ېې د نیوکې سره مخامخ کړی. ځیني سني مشران وایي دغه مسله په عراق کې د فرقوي جکړې او سني سخت دریځو د پاځون سبب شوی.

ټاکل شوې چې جان کېرې بغداد ته له سفر وروسته د ناټو د غړو هیوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غوندې کې د گډون دپاره بروکسیل ته لاړ شي. د امریکا د بهرنیو چارو د چارواکو په وینا تمه کیږي چې ښاغلی کېري به د غونډې په څنډه کې د خپل اورپایي شریکانو سره د عراق په وضعیت خبرې اترې وکړي.

د امریکا جمهور رئیس اوباما وایي کیدای شي دا وضعیت په منځني ختیځ کې خپور شي خو په عراق کې د امریکا پوځي مداخله په دوامداره توگه محدوده وي.

"امریکايي ځواکونه به عراق کې بیا جگړې ته ورنشي خو مونږ د عراقیانو سره د ترهگرو په وړاندې جگړې کې مرسته کوو چې د عراق خلک او په سیمه کې د امریکایی گټو گواښ ورپیښوي."

خو د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر دک چیني په وینا د امریکا نقش د نړۍ په سیاسی صحنه کې مخ په کمېدو دی « مونږ د عراق نه په وتلو، او د ېوې داسې موافقی په نشتوالی کې چې هیڅ عسکر دې پاتې نشي، په منځني ختیځ کې یوه لویه خلا پریښودله، لکه څنگه چې اوباما دوه اونۍ مخکې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به هم هیڅ عسکر پرینږدي. بې له کومې داسی موافقی چی عسکر پکې پرېږدي. د اوباما حکومت اوس هم په هغو پخوانیو ورځو کې ژوند کوي چې ادعا ېې کړې وه، مونږ اسامه ونیو او د ترهگري ستونزه حل شوه. دا هغه وخت هم حققت نه و او نن هم حتی ډېر کم حقیقت لري.»

د امریکا دموکرات سناتور هري رید بیا د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر دک چیني په څرگندونو داسې غبرگون وښود "یو شي چې دا هیواد ورته هیڅ اړتیا نلري هغه د دک چیني نه د مشورې غوښتل دي."

خو اکثره جمهوري غوښتونکي او ځیني دموکرات سناتوران بیا وایي امریکا باید په منځني ختیځ کې د ترهگرو په وړاندې ډیر کلک ځواب ورکړي.

هري رید وایي «هغوی به د امریکا امنیت ته مستقیم گواښ وي. زه هغو منتقدینو ته چې وایي هیڅ مه کوئ او پریږدۍ چې عراق په خپله ورسره مبارزه وکړي وایم چې تاسو دا جگړه په عراق او سوریې کې محدود نشئ ساتلی."

د عراق حکومت د امریکا نه د سني سخت دریځه یاغیانو باندې د هوایي برید غوښتنه کړې ده. جمهور رئیس بارک اوباما دا غوښتنه تر اوسه نه رد کړې او نه ېې منلي ده.

بل خوا د دوشنبې په ورځ هم په عراق کې د حکومتي ځواکونو او سني مذهبه سخت دریځو سره جگړه روانه وه.

د اردن او عراق استخباراتي سرچینې وایي سني مذهبه قبیلې د یکشنبې په ماښام ورسته له هغه د دواړو هیوادو تر مینځ په سرحدي سیمې کې یو بندري ښار طریبیل تر ولکې لاندې راوستو چې د عراق حکومت ځواکونو عقب نشیني وکړه.
XS
SM
MD
LG