د لاس رسي وړ اتصالات

جنګونو تر نورو ډېر عراقي ماشومان وژلي او معیوب کړي


څېړنې له ۲۰۰۳ کال نه وروسته په عراق کې په جنګونو کې د زخمي شویو ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره هم خبرې کړي دي
څېړنې له ۲۰۰۳ کال نه وروسته په عراق کې په جنګونو کې د زخمي شویو ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره هم خبرې کړي دي

په عراق کې په هرو شپږو زخمي ماشومانو کې یې یو ماشوم په جنګ کې ژوبل شوی په داسې حال کې چې د نړۍ د نورو هېوادونو په هرو ۵۰ ماشومانو کې یو ماشوم په جنګ جګړو کې زخمي شوی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي وايي یوه تازه څېړنه ښيي، چې د بمونو او ماینونو پرچې او د ټوپکو ډزې د نورو خطرناکو وسایلو په پرتله، لس برابره زیات عراقي ماشومان وژني، زخمي کوي او معیوبوي.

په دغې لنډې څېړنې کې، چې د سرجري په نامه یوې طبي مجلې خپره کړې، د عراق او په جنګ کې د ګېرو یو شمېر هېوادونو د ماشومانو حالت بیان شوی دی. په څېړنې کې د ۹۰۰ کورنیو له ۵۱۴۸ غړو سره خبرې شوي دي. هغوی ویلي ۱۵۲ ماشومان یې په روانو جنګونو کې زخمیان او معیوب شوي دي.

څېړنې له ۲۰۰۳ کال نه وروسته په عراق کې په جنګونو کې د زخمي شویو ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره هم خبرې کړي دي. امریکا او د هغې ایتلافیانو په عراق حمله وکړه، چې بیا له دغه کال نه وروسته یې حالت یې خرابه شو.

په اوسط ډول زخمي شوي ماشومان اته کلن دي او په هرو څلورو دغو ماشومانو کې یې درې هلکان دي، چې ډېر یې په خپلو کورنو کې ژوبل شوي دي. په هرو سلو زخمي ماشومانو کې يې ۳۴ غورځيدلي او ژوبل شوي خو ترافیکي پېښو بیا په سلو کې ۲۲ ماشومان زخميان کړي دي.

تحقیق وايي په هرو سلو ماشومانو کې بیا ۱۵ ماشومان د جنګ جګړو له کبله زخمي یا معیوب شوي، په څلورو کې یو زخمي ماشوم په روغتون کې بستر کړل شوی او تر نیمايي زیات نور یې بیا عملیات شوي او ټپونه یې ګنډل شوي دي.

د ژوبل شویو ماشومانو درېیمه برخه یې معیوب شوې او لس ماشومان د ژورو ټپونو له کبله مړه شوي دي. دغې طبي څېړنې دا خبره هم کړې ده چې د نړۍ د ټولو ماشومان دوه فیصده یې په روان تاوتریخوالي او جنګونو کې زخمیان شوي دي.

د مخنیوي لارې چارې

د امریکا په بالټیمور کې د جان هاپکنز پوهنتون د طب د څانګې لیکوال ډاکټر ادم کشنر وايي، مرسته رسونکي باید د خیر ښېګڼو د کارونو ترڅنګ نور مهم کارونه هم وکړي، لکه سړکونه ښه جوړ کړي او ماشومانو ته تعلیمي زمینې برابرې کړې، چې چاودنې او د چاودنو له کبله پېښېدونکي زیانونه کم شي.

ښاغلي کشنر وايي په هغو هېوادونو کې چې جنګونه روان دي، ماشومان سم نه ساتل کیږي او نه پالل کیږي، ځکه چې مېندې او پلرونه یې یا وژل شوي او یا معیوب شوي دي.

ښاغلي کېشنر وویل حکومتونه او د جنګ نورې غاړې باید تر هر څه مخکې د کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو امنیت ته پام وکړي او تر څنګ یې د بشري مرستو سازمانونه باید د ماشومانو د زخمي کېدو د مخنیوي تدابير هم ونیسي.

XS
SM
MD
LG