د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي چارواکي: اورپکو د تکرت ښار ونیو


د امنیتي ځواکونو کردي غړي
د امنیتي ځواکونو کردي غړي

عراقي امنیتي چارواکي وایي، اسلامپالې سخت دریځې ډلې د موصل ښار له نیولو وروسته د بغداد په ٢٠٠ کیلومیترۍ کې د تکرت ښار هم ونیو.

د عراق او شام اسلامي دولت په نوم یوې سني سخت دریځې ډلې چې د سې شنبې په ورځ د عراق دویم ستر ښار موصل ولکه کړ، د چارشنبې په ورځ ېې د هیواد جنوبي سیمو په لور پرمختگ کړی چې د هیواد تر ټولو لوی د تیلو د تصفې مرکز دی.

عراقي امنتي چارواکو ویلي چې یاغیانو سې شنبې ناوخته د بایجي ښارگوټې ته ننوتلي، د پولیسو مرکز او محکمې ته ېې اور اچولی او بیا یې هغو ٢٥٠ ساتونکي ېې پسې اخیستي چې د تیلو د تصفې ساتنه ېې کوله او دغو ساتونکو ته یې په سوله ییزه توگه د سیمې د پریښودو په صورت د خوندي وتلو لاره ورکړې ده.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زیباري د چارشنبې په ورځ وویل د بغداد حکومت به د کردي ځواکونو سره په گډه په موصل کې د اورپکو په وړاندې مقابله وکړي.

ښاغلي زیباري د هیواد د مشرانو نه غوښتي دي چې د روانو حالاتو په هلکه چتک غبرگونه وښیي.

د عراق صدراعظم نوري المالکي وایي هیواد ېې په یوه ستونزمن پړاو کې دی او د پارلمان له بیړنۍ غونډې نه ېې وغوښتل چې هیواد کې اضطراري حالت اعلان کړي.

هغه وویل "مونږ باید هر اړخیز چمتوالی او تحرک اعلان کړو او ترهگرۍ ته د ماتې ورکولو په موخه د سیاسي، مالي او نور وړتیاو په برخې کې د تیارسی په حال کې اووسو، څو د ترهگرو له خوا نیول شويو سیمو کې، که هغه موصل وي یا بل ښار، ژوند بیرته عادي حالت ته راولو."

د کډوالو نړیوالې ادارې یا اې او ام ویلي چې د تشدد د لا خپریدو له ویرې د موصل نه پنځه سوه زره خلکو د عراق په کرد مېشته ولایت ایربل کې پناه اخیستې ده.

د عراق د پارلمان مشر اوسامه ال نجفي د یاغیانو له خوا د موصل د ښار نیول یو ناورین وباله او وویل "مونږ له یو جدي کړکیچ سره مخ یو. یو داسې کړکیچ چې په عراق کې ترهگرې ډلې د بیلابیلو هیوادونو د بهرني یرغل استازيتوب کوي، ښارونه تر ولکې لاندې راولي او بیگناه خلک وژني اوهیواد ته شرم اړوي."

نړیوال غبرگونونه
ایران د چارشنبې په ورځ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په گاونډي هیواد عراق کې د تشدد د ختمولو په موخه لازم گامونه اوچت کړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې مرضیه افخم وویل دا تشدد د ځینو ډلو او هیوادونو له خوا د ترهگرو د ملاتړ نتیجه ده. میرمن افخم وویل " له همدې وجې تر بل هر وخت دم کړۍ د لازمو گامونو پورته کول، د نور هیوادونو همکارۍ او د نړیوالو ادارو اقدام ضروري دی."

بل خوا د ترکېې حکومت د چارشنبې په ورځ ویلي چې یاغیانو په موصل کې ترکي قونسلگرۍ نیولې ده او د اسوشتید فرانس پرس له قوله د ترکېې د قونسلگرۍ ٢۴ کارکونکي ېې هم یرغمل نیولي دي. د ترکېې چارواکو ویلي د دغو کارکونکو د خوندي خلاصون دپاره هڅې روانې دي.

د سپینې مانۍ ویاند جاش ارنست د سې شنبې په ورځ د عراق او شام اسلامي دولت تر نوم لاندې اسلامپالې ډلې له خوا په موصل باندې یرغل وغانده او وې ویل چې دې کار د عراق په سني میشته سیمې نینوا ولایت کې امنیت ته جدي گواښ پیښ کړی دی.

په بیروت کې د امریکایي پوهنتون یو مخکښ عالم ویلي په موصل باندې د القاعدې نه الهام اخیستونکې یاغي ډلې برید کیدای شي د سیمې او ټولې نړې دپاره یوه لویه ستونزه رامنځ ته کړي.

د سږکال په پیل دغې ډلې د عراق بل ښار فلوجه هم ونیو او له څو میاشتو جگړو نه ورسته حکومتي ځواکونه ونه توانیدل چې دا ښار بیرته ونیسي. د ملگرو ملتو په وینا سږکال په عراق کې ۴٥٠٠ کسه وژل شوي دي او یوازې تیره میاشت څه دپاسه ٩٠٠ تنه وژل شوي دي.

د موصل ښار کنترول له لاسه ورکول د هیواد شعیه مذهبه حکومت دپاره یوه حیرانکونکې ماته ده.

د موصل ښار د بغداد په ٣٥٠ کیلومترۍ کې موقعیت لري او یوه عراقي پوځي قوماندان اسلامپاله یاغیانو ته د عراق د مهمو سیمو لاس ته تلل د عراق امنیتي ځواکونو ناکامي بللې ده.
XS
SM
MD
LG