د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر عراق ته تللی


په موصل کې د داعش پرضد لوی پرمختګ د اکتوبر په نهمه وشو
په موصل کې د داعش پرضد لوی پرمختګ د اکتوبر په نهمه وشو

د موصل ښار ته نژدې د باشیقا ښارگوټي کې د یکشنبې په سهار تر لمر ختو مخکې، پیشمرگه ځواکونو د داعش پر مرکزونو برید وکړ.

خو هغه ستر عملیات چې د تیرې دوشنبې په ورځ پیل شوي وو، اوس یو څه کم شوي دي. پوځیان تکتیکي ارزونه کوي او دیپلوماتان سیاسي هلې ځلې کوي. چارواکې وایي د موصل ښار نیول، که څو میاشتې نه وي، نو څو اونۍ وخت خو هرومرو نیسي.

د امریکا د دفاع وزیر آشتن کارتر د عراقیانو د قانع کولو هڅه وکړه چې د موصل د آزادولو په جگړه کې ترکانو ته برخه ورکړي، خو د عراق له سخت غبرگون سره مخامخ شو.

د امریکا د دفاع وزیر د اکتوبر په ۲۲ د عراق صدراعظم ته د همکارۍ ډاډ ورکړ
د امریکا د دفاع وزیر د اکتوبر په ۲۲ د عراق صدراعظم ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

د عراق صدراعظم حیدر عبادي ښاغلي کارتر ته وویل "د موصل جگړه یوه عراقۍ جگړه ده. عراقیان یي پلانوي او عراقیان یې کوي. زه خبر یم چې ترکان غواړي په دې جگړه کې برخه واخلي. موږ له هغوئ مننه کوو، خو ورته وایو چې دا کارعراقیان پخپله کولی شي او عراقیان به موصل او نورې سیمې پخپله آزادوي."

ښاغلي کارټر د شنبې (اکتوبر۲۲) په ورځ ترکانو ته ډاډ ورکړی و چې د موصل په جگړه کې د هغوئ د ګډون سره اصولاً کومه ستونزه نلري، خو پریکړه به یې عراقیان کوي.

کارتر ترکانو ته ډاډ ورکړ چې پدې جګړه کې به ټول هیوادونه ورسره مرسته وکړي خو وی ویل چې د عراق خپلواکۍ ته پوره درناوی لري او وی ویل چې د ایتلاف ټول غړي سل په سلو کې دا اصل مني.

صدراعظم عبادي د کارتر سره په لیدنه کې د کرکوک ښار څخه د ترهگرو د شړلو یادونه وکړه او وی ویل چې عراقیان پخپله د جنگیدلو وس لري.

صدراعظم عبادي وویل د کرکوک ښار نه يي ټول ترهګر شړلي دي، دوئ پرې پوره کنترول لري خو یوه سیمه يي نده لا نیولې چې ټول ترهګر پکې ټول شوي دي. هغه وویل ددی بزدلانه حملو مشر يي هم نیولی دی.

اشتن کارتر د کردانو د خودمختاره مشر سره هم د جګړې په اړه خبرې کړې دي
اشتن کارتر د کردانو د خودمختاره مشر سره هم د جګړې په اړه خبرې کړې دي

تر بغداد وروسته ښاغلي کارټر په اربیل کې د کردستان د نیمه خودمختاره حکومت له مشر مسعود بارزانی سره هم ولیدل او د موصل د جگړې په اړه یې دقیق مالومات واخیستل. کارټر له پوځی قوماندانانو سره هم ولیدل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې که یې اړتیا وه، لا ډېرې پوځي مرستې به ورسره وکړي.

چارواکې وایي د موصل نیول، که څو میاشتې نه وي، څو اونۍ وخت خو هرومرو نیسي.

XS
SM
MD
LG