د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکايي عسکرو وروستی کاروان نن د عراق ووتی


د امریکايي عسکرو وروستی کاروان نن د عراق ووتی
د امریکايي عسکرو وروستی کاروان نن د عراق ووتی

د امریکایی عسکرو وروستی کاروان نن د عراق نه ووتی ، او کویت ته داخل شو.د هغه کاروان وروستۍ موټرې چې څو سوه امریکایي عسکر په کې سپاره وو، نن د سهار پر اوه بجواواته دیرش دقیقو د سرحد نه ِآخوا تیرشو، یواځي څو سوه عسکرپه بغداد کې د امریکا په سفارت کې پاتې شول.

د امریکایي عسکرو په وتلو په عراق کې نهه کلنه جګړه پای ته رسیږي. په دې جګړې کې کوم څلور نیم زره امریکایي عسکر او په لس گونه زره عراقیان ووژل شول. دغه راز په یادشوې جګړې کې څو سوه ملیارده امریکایی ډالر ولگیدل.

په عراق کې په دوه زره دریم کال کې د دیکتاتور صدام حسین د لیری کولو دپاره دا جګړه پیل شوه.

د جګړې د شدت په موده کې د یو سلو اویا زرو نه زیات امریکایي عسکر په څه باندې ٥٠٠ اډو کې په عراق کې ځای په ځای شول.

اوس د دری زرو نه کم عسکرهلته پاتې دي.

منتقدین په امریکا باندې اعتراضونه کوي چې یو وران، ویجاړعراق ، زرگونه کونډې اویتیمان او یو داسي ولس یې په ځای پریښوده چې په فرقه یي لحاظ ټوټی ټوټی دی.

د صدراعظم نوري المالکي حکومت چې شیعه گان یې په راس کې دي، د شیعه گانو او د سنی او کردی گوندونو تر منځ د قدرت د شریکولو هلې ځلې کوي.

د امریکا جمهورریس براک اوباما وایي د عراق راتلونکې خپله د عراقیانو په لاس کې ده.

XS
SM
MD
LG