په عراق کې چارواکي وایي پدې هیواد کې یې د اسلامي دولت یا داعش په خلاف د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د ماموریت پای ته رسولو لپاره د امریکایي چارواکو سره په رسمي توګه خبرې پیل کړي.
د عراق صدراعظم محمد شعیه السودني شنبه جنوري ۲۷ (سلواغې ۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې هیواد کې د ائتلافي ځواکونو د ماموریت پای ته رسولو لپاره یې د متحده ایالاتو سره د دوه اړخیزو خبرو اترو لومړی پړاو پیل کړی.
په عراق کې د ائتلافي ځواکونو ماموریت پای ته رسیدو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې په غزې کې اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې نه یوازې په عراق بلکې په سوریې کې په امریکایي ځواکونو او ګټو د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه ډیر شوي.
د دې بریدونو د کولو ادعاوې هغو ملیشو کړي چې ایران یې تر شا ولاړ دی او امریکایي ځواکونو په عراق او سوریې کې د دې ملیشو مرکزونه څو ځله بمبارد کړیدي.
په عین حال کې امریکایي چارواکو ویلي چې په عراق کې د ائتلافي ځواکونو ماموریت پای ته رسولو لپاره د یوې کمیټې ټاکل چې د ماموریت پای ته رسیدو په شرایط خبرې اترې وکړي، تیر کال مطرح شوي و خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د دې ماموریت پای ته رسیدل په عراق او سوریې کې په امریکایي ځواکونو بریدونو ډیروالي سره تړلې ندي.
امریکایي ځواکونه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۳ کال کې عراق ته ولاړل. سره لدې چې ټول امریکایي محاربوي ځواکونه په ۲۰۱۱ کال کې د دې هیواد څخه ووتل خو په ۲۰۱۴ کال کې وروسته تر هغه بیرته ستانه شول چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په عراق او سوریې کې ګڼ شمیر سیمې ونیولې.
د عراق څخه د ائتلافي ځواکونو د وتلو موضوع د ۲۰۲۰ کال د جنوري په میاشت کې هغه وخت توده شوه چې د امریکا په هوایي برید کې د ایران د قُدس ځواکونو پخوانی مشر، جنرال قاسم سلیماني او په عراق کې د ملیشو مشر ابو مهدي المهندس د بغداد هوایي ډګر سره نږدې ووژل شول.
متحده ایالات د داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف د یوې برخې په توګه شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري په عراق کې او ۹۰۰ نور په سوریه کې ځای پر ځای کړي. خو د تېر کال د اکتوبر له نیمايي راهیسې په عراق او سوریه کې پر مېشتو امریکايي پوځیانو لسګونه بریدونه شوي دي.
متحده ایالاتو او عراق د تیرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به په دې اړه خبرې پیل کړي، او بغداد تمه لري چې له هغه هیواد څخه د نړیوالو ځواکونو د کمولو لپاره نیټه وټاکل شي.
فورم \ دبحث خونه