د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په تشدد کې ۸ کسه وژل شوي دي


عراقي چارواکي وايي چې د یوه بم په چاودنه او دهاوان په ډزو کې په دغه هیواد کې لږ تر لږ اته تنه د یوه قاضي په ګډون وژل شويدي.

دپولیسو چارواکي وايي چې د پوځ د ګزمې موټر د موصل په شمالي ښار کې د یکشنبې په ورځ د سړک د غاړې پر بم وربرابر شو او په کښي د پوځ درې تریتري ووژل شول.

همدارنګه په تکریت کې چې دعراق په مرکزکې پروت دی، د موټر بم په یوې چاودنه کې د ساجد عبدالامېر په نامه ېوقاضی وژل شوی دی. قاضی ساجد خپل کورته په موټرکې روان و کله چې برید پرې وشو.

بلي خوا ته په ختیځ بغداد کې دوه کسان هغه وخت ووژل شول چې پریوه تجارتي جادې باندې یوه چاودنه وشوه. همدارنګه دهاوان ګولۍ د پلازمېنې په لیري پرتو سیمو کې ولګېدلي او دوه تنه یې ووژل.
XS
SM
MD
LG