د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې چاودنې ۴۲ کسه وژلي دي


د عراق په جنوبي سیمه کې پولیس وایی، د یکشنبې په ورځ یوه ځان مرګي بم چونکي، د بمونو ډک وړوکی سرویس موټر، د پولیسو د تالاشۍ په یوه پوسته کې چې ډیر گڼه گوڼه په کې وه چاودلی دی، لږ تر لږه ۴۲تنه یې وژلي دي او ۱۵۷ نور یې ټپیان کړي دي.

پولیس وایي په دغه ځان مرګي برید کي پنځوس موټرو اور اخستی دی او هغه کسان وژل شویدی چې په دی موټرو کې وو. یادشوې موټرې د تالاشۍ دپاره په لاین نوبت کي ولاړ وو.

دغه ځان مرګې چاودنه د هیلا د ښار د ننوتلو په شمالي دروازه کي شویده . هیلا د بغداد نه سل کیلو متره لیري دی او د جنوب لوري ته پروت دی.

تر اوسه هیچا څه نه دي ویلي چې دا حمله یې کړیده.

په عراق کې په دې وروستیو کالونو کي، د اقلیت سوني عربانو ترمنځ او په ګاونډي هېواد سوریه کې د داخلي جګړې په سر د سختو نارضیایتیو له کبله حملې زیاتې شویدي.

سږکال تراوسه پوري په عراق کي د یو زرو څلورسوه نه زیات خلګ وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG