د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق سفیر: د البغدادي د مړینې په اړه کره معلومات نه لرو


د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي
د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي

په کابل کې د عراق سفیر ارشد عمر اسماعیل، چې د عراق د موصل ښار د بیرته نیولو د جشن په مناسبت یې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، لا تر اوسه د اسلامي دولت د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژل کیدو په اړه کره معلومات نه لري.

ښاغلي اسماعیل چې په دې اړه د یو افغان خبریال پوښتنې ته ځواب ورکوه وویل "ځینو رسنیو او ورځپاڼو ویلي چې البغدادي وژل شوی دی، خو زه وایم چې لا معلومه نه ده او دا مهمه هم نه ده چې البغدادي وي او که نه وي، البغدادي دومره ارزښت نه لري، مهمه دا ده چې موږ خپل ښار د داعش له حضور څخه پاک کړ."

له دې وړاندې د سوریې د بشري حقونو د څار یوې ډلې، د سوریې او عراق ترمنځ د دیر الزور په سرحدي سیمه کې، د اسلامي دولت د ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل تائید کړی وو. خو لا تر اوسه دغه خبر د کومې معتبرې سرچینې له خوا تائيد شوی نه دی.

د موصل ښار د بیرته نیولو جشن

عراقي چارواکو نن پنجشنبې د موصل ښار د بیرته ترلاسه کولو جشن نیولی دی.

د شنبې په ورځ (جولای ۸مه) د عراق امنیتي ځواکونو د امریکا د هوايي بریدونو په ملاتړ، له اسلامي دولت ډلې څخه د موصل ښار بیرته ونیو.

د موصل ښار له بیرته نیولو وروسته، داسې اندیښنې رامنځ ته شوې، چې په موصل کې د داعش ډلې دیره شوي جنګیالي به له عراق څخه نورو هیوادونو، لکه سوریې او افغانستان ته وتښتي.

په کابل کې د عراق سفیر ارشد عمر اسماعیل له عراق څخه سوریې او یا افغانستان ته د داعش د جنګیالیو د اوښتو په اړه وویل، چې عراقي ځواکونو د موصل ښار د بیرته نیولو لپاره داسې عملیات ترسره کړل، چې نورو سیمو ته د داعش ډلې د جنګیالیو د تښتیدو هیڅ فُرصت په کې نه وو.

د عراق د سفیر پر وینا، د موصل ښار د بیرته نیولو پر مهال، د داعش ډلې د جنګیالیو د تښتیدلو د مخنیوي لپاره عراقي ځواکونو موصل کلابند کړی وو او د سوریې او عراق ترمنځ د پولې په اوږدو کې مستقر شوي وو.

هغه وویل "د عراق د حکومت او امنیتي ځواکونو لومړیتوب دا وو، چې د داعش ډله له موصل څخه ونشي وتلی، د همدې لپاره د عراق د امنیتي ځواکونو هڅه دا وه، چې د داعش ټول جنګیالي په موصل کې له منځه یوسي."

د ښاغلي اسماعیل پر وینا، د داعش ډله که عراق افغانستان او یا بل هر ځای کې وي، د بشریت دښمنان دي.

د موصل ښار، چې په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې راغی، د بیرته نیولو لپاره یې عراقي ځواکونو د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر کې عملیات پیل کړل.

XS
SM
MD
LG