د لاس رسي وړ اتصالات

پس له سلو کلونو ایرلینډ ته لومړنی سفر


پس له سلو کلونو ایرلینډ ته لومړنی سفر
پس له سلو کلونو ایرلینډ ته لومړنی سفر

د برتانیې ملکه الیزابیت او د هغې خاوند شهزاده فېلېپ د لومړي ځل لپاره د ایرلینډ جمهورېت ته رسېدلی دي.

هلته د هغوی رسمي او دولتي هرکلی وشو. دغه سفر به څلور ورځې دوام وکړي. که څه هم په ایرلېنډ کې او برتانیه کې د بم چونې ګواښونه او خطرونه شته دي.

له دې مخکې د انګلستان پاچا پنځم جورج وروستی پاچا و چې ایرلېنډ ته یې سفر کړی و. هغه په ۱۹۱۱م کال کې ومړ . هغه وخت ایرلنېډ د برتانیې د حکومت برخه وه.

د ایرلنډ د مخالف ګوند IRA غړي ددې سفر سره مخالف دي.

د ایرلېنډ پوځ د دوشنبې په ورځ یو بم خنثی کړ. دغه بم د ډبلېن ښار ته نږدې په یوه سرویس موټر کې په سفري سامان کې پیدا شوی و.

تر هغې وروسته یوه بله آله پیدا شوه خو وروسته معلومه شوه چې دا وسیله له پولیسو سره چا هسې له ملنډو او مسخرو نه ایښې وه.

XS
SM
MD
LG