د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش یو غړی د امریکایانو د سر پرې کولو په جرم په عمري قید محکوم شو


په متحده ایالاتو کې یو قاضي جمعه اپریل ۲۹ (غوایي۹) د اسلامي دولت یا داعش د ډلې یو غړي ته د برمته شویو امریکایانو د سر پرې کولو په جرم د عمري قید سزا ورکړله.

په ۳۸ کلن الیکساندا کوټي چې په بریتانیې کې زیږدلی دا تور و چې دوه امریکایي خبریالان او د خیریه مؤسسې دوه امریکایي کار کوونکي یې وژلي دي. هغه په محکمې دا تورونه ومنل.

د خیریه مؤسسې د یو وژل شوي کار کوونکي مور چې د محکمې د حکم پر وخت په محکمه کې ناسته وه د خپل زوی دې قاتل ته مخ کړ او وې ویل، "زه ستا څخه کرکه نلرم ځکه که ستا څخه کرکه کول زما غم، درد او تریخوالی ډیروي. زه غواړم چې زړه مې تر دې نور مات نشي".

الکساندا کوټي د محکمې په جریان کې ومنله چې امریکایي خبریالان جیمز فولي او سټیون سکاټ لوف او د خیریه مؤسسې کار کوونکي پیټر کاسیګ او کایلا میولر یې د خپلو نورو وسله والو ملګرو سره یو ځای وژلي دي.

د کوټي ملګري چې برتانوي انګریزي یې ویله، د "بیټلز" په نامه پیژندل کیدل.

د الکساندا کوټي مدافع وکیل په محکمې کې وویل چې دی غواړي د یو شمیر قربانیانو د کورنیو د غړیو سره د پښیمانۍ د څرګندولو په خاطر وګوري.

کوټي د برتانیې تبع دی خو د بریتانیې حکومت د هغه تابعیت لغوه کړی.

د کومې ډلې سره چې کوټي په سوریه کې کار کاوه، دغه خبریالان او د خیریه مؤسسې کار کوونکي یې تر شکنجې وروسته د هغوي سرونه پرې کړل او ویډیوګانې یې په انټرنیټ کې خپرې کړلې.

د کوټي مدافع وکیل همدارنګه د ویرجینیا ایالت د الکزاندریې په ښار کې د قاضي څخه وغوښتل چې هغه دې د کولوراډو ایالت زندان ته چې د نړۍ تر ټولو خطرناک مجرمین پکې ساتل کیږي، نه استوي خو قاضي پدې هکله تبصره ونکړله چې د زندانونو اداره به هغه کوم ځای ته استوي.

د مکسیکو د مخدره موادو تر ټولو ستر قاچاقبر ال چاپو هم په همدې زندان کې بندي دی.

امریکایي چارواکو بریتانیې ته ویلي چې الکساندا کوټي ته د مرګ سزا نه ورکول کیږي او دا چې کوټي پخپل جرم اعتراف کړی امریکایي چارواکو دا هم منلې چې تر خپل وسې به کوښښ وکړي هغه تر ۱۵ کالو بند تیرولو وروسته بریتانیې ته واستوي.

XS
SM
MD
LG