د لاس رسي وړ اتصالات

د ظاهر قدیر ملېشې د داعش پر ضد جنګ ته تللي


چارواکي وايي د اچین په تازه پیل شویو عملیاتو کې یې لږ تر لږه ۲۵ داعش جګړه ماران وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

جګړه د یکشنبې په ورځ د ده سرک په سیمه کې پیل شوې او حکومتي ځواکونو یو شمېر کلي بېرته د داعش له ډلې نیولي دي.

پخوا په دې خامه او خطرناکه لاره مخکې د داعش ډله حاکمه وه، خو اوس ځايي خلک دحکومتي ځواکونو سېل ته راوتلي دي.حکومتي ځواکونو له داعش ډلې ډېرې سیمې نیولي او مخالفه ډله یې دکلیو له منځه خپله جګړه توده ساتي.

پاڅون کونکي دظاهر قدیر له انځورونو سره په تورو موټرو کې پر وسلو سمبال دعملیاتو سیمې ته ورغلل
پاڅون کونکي دظاهر قدیر له انځورونو سره په تورو موټرو کې پر وسلو سمبال دعملیاتو سیمې ته ورغلل

د ده سرک سیمې دسرک پر غاړه دیوه ښوونځي ودانۍ ښکاري،دپوځ یو سرتیری وايي دغه ودانۍ دداعش یو لوي مرکز و.

د جګړې په سیمه کې دعامه نظم یو قوماندان زر محمد وايي داعش ډله یې په شاه تنبولې او په تېښته ده.

نوموړي وویل" دسردار کلا، هش خېلو او دیګانو ساحې څخه وتښتېدل،یو نیم ډز کوی خو په منډو کړي مو دي".

دملي اردو سرتیري په توپونو هغه ساحې ولي،له کومو چې داعش جنګیالي پر دوی ډزې کوي.حکومتي چارواکي وایي دغه عملیات یې دهغو پاڅون کونکو دځای پر ځای کولو لپاره پیل کړي،چې غواړي خپلې سیمې وساتي.

امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي په دې ولسوالۍ کې به نژدې پنځه سوه سیمه ییز پولیس وګماري.نوموړی وویل "زمونږ امنیتي ځواکونه به له دې خلکو سره د وسلو،مهماتو او معاشاتو په برخه کې مرسته کوي او په دایمي توګه به دوی سمبال کړي".

خو ولسي خلک وايي دتېر په څېر عملیات نه غواړي.د ده سرک سیمې یو اوسېدونکی عبد الهادي وايي " مخکې یې هم عملیات کړي و او بېرته لاړل،دا ځل دې پوستې جوړې کړي".

په دې خامه او خطرناکه لاره مخکې دداعش ډله حاکمه وه.
په دې خامه او خطرناکه لاره مخکې دداعش ډله حاکمه وه.

پاڅون کونکي دظاهر قدیر له انځورونو سره په تورو موټرو کې پر وسلو سمبال دعملیاتو سیمې ته راغلل.

دوی وايي دا ځل ترې د داعش ډله روغه نه شي وتلی. حکومتي چارواکو ویلي،چې دغه عملیات به داچین په ګاونډ کې نورو ولسوالیو ته هم غځوي.

خو داعش ډلې لا ددغو جګړو او ور اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.له دې وړاندې هم په دغه ولسوالۍ کې دوه نیمې میاشتې عملیات شوي و،چې دسیمه ییزو چارواکو په باور بې پایلې و، مالومه شي، چې دا ځلې عملیات څومره بریالي کېدلی شي.

XS
SM
MD
LG