د لاس رسي وړ اتصالات

توره بوړه کې د داعش ضد لسګونه کسان وسله وال شوي


افغان چارواکي وايي د ننګرهار د تورې بوړې په شاوخوا سیمو کې یې لسګونو سیمه ییزو پاڅونوالو ته یې وسلې ورکړې چې د داعش جګړه مارانو په شړلو او ځپلو کې مرسته وکړي.

چارواکي وایي سیمه ییز پاڅونوال د تورې بوړې د ساتلو جوګه دي. له لسګونو کلونو راهېسې سیمه ییز خلک په ننګرهار کې توره بوړه او شاوخوا سیمو کې فعاله دي او د امنیت په ساتلو کې مهم رول لوبوي.

افغان حکومت غواړي چې له سیمې د داعش جګړه مارانو په شړلو او ځپلو کې سیمه ییز پاڅونوال مهم رول ولوبوي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې شاوخوا ۳۰۰ پاڅوانوال یې وسله وال او په سیمه کې ځای په ځای کړي دي.

ښاغلي خوګیاڼي وویل چې دغه کسان یې له یو لړ امنیتي تحقیقاتو او پلټنو وروسته په سیمه کې د داعش پر ضد وګمارل. داعش جګړه مارانو څه موده مخکې تورې بوړې ته ځانونه رسولي وو خو افغان ځواکونو بیا عملیات وکړل او له سیمې یې وشړل.

په سیمه کې یو قومي مشر ملک شیرزي امریکا غږ اشنا سره په خبرو کې له حکومت څخه وغوښتل چې د سیمه ییزو پاڅونوالو کلکه ننګه وکړي چې داعش بیا رانشي.

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري هم په تورې بوړې کې د داعش پر ضد د سیمه ییزو وسله والو په مجهز کولو ټېنګار وکړ. داعش د ننګرهار په ځینو سیمو کې ترهګریز فعالیت کوي چې افغان ځواکونه یې پر ضد په عملیاتو بوخت دي.

راپورونه وايي چې داعش ځکه تورې بوړې ته ځان رسول غواړي چې دا یوه ستراتیژیکه سیمه ده او له دغه ځای څخه به د ننګرهار نورې سیمې به هم تر خپل اغیز لاندې راولي.

XS
SM
MD
LG