د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې د داعش پرموجودیت اندېښنه لري


په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت او د قوي مرکز د جوړولو هلو ځلو امریکا اندېښمنه کړې ده.
په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت او د قوي مرکز د جوړولو هلو ځلو امریکا اندېښمنه کړې ده.

امریکايي چارواکي هم د ملګرو ملتونو په هغه اندېښنې کې ورشریک شول چې وايي د داعش ډله په افغانستان کې فعاله ده او نفوذ یې ورځ تر بلې زیاتیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي ویلي، په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت او د قوي مرکز د جوړولو هلو ځلوامریکا اندېښمنه کړې ده.

دغه امریکايي چارواکي چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، د افغانستان په اړه یوې غونډې کې ویلي " دا – داعش- یو نوی را دبره کېدونکی ګواښ دی. لا اټکل نه کیږي چې دا ډله به څنګه رادبره شي. خو موږ دا مسله جدي نیسو. "

نوموړي ویلي په افغانستان کې د امریکا د ښکېلتیا او د سولې او ثبات په برخه کې د افغان حکومت د هڅو د ملاتړ یو لامل هم، د داعش د ګواښ قوت دی.

تر دغو څرګندونو یوه ورځ مخکې، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د داعش د پراخ نفوذ په اړه یو اوږد راپور خپور کړ.

پر القاعدې، د ملګرو ملتونو د څار د ډلې په دغه راپور کې راغلي چې، په افغانستان کې د داعش ډلې د وفادارو او خواخوږیو شمېره مخ په زیاتېدو ده.

راپور د افغان امنیتي ځواکونو د اټکل له مخې ویلي چې د طالبانو لس فیصده وسله وال د داعش "خواخوږي" دي او داعش د افغانستان دوه په درېیمې برخې ولایتونو کې یو ډول نه یو ډول خواخوږي لري.

افغان حکومت یې نه مني

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د ملګرو ملتونو هغه راپور په کلکه رد کړ چې وايي د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د داعش پلویان شته او دغه ډله په کې فعاله ده.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د داعش ډله یوازې د ننګرهار او هلمند ولایتونو په یو شمېر سیمو کې فعاله ده، چې په خبره یې افغان ځواکونو یې پر ضد عملیات پیل کړي او ددغې ډلې یو شمېر مشران او پلویان یې وژلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د دغې ډلې ۸۵ تنه وژل شوي دي.

د ملي امنیت یوه اعلامیه وايي په وژل شویو وسله والو کې د جلیل اورکزي په نامه د داعش د یوې سل کسیزې ډلې، مشر هم شامل دی.

ملي امنیت ادعا کوي چې وژل شوي، ټول پاکستانیان او د حافظ سعید وسله وال جنګیالي دي.

په دې وروستیو کې یو شمېر ویډیوګانې خپرې شوې چې، د داعش ډله په کې طالبانو ته د وفادارۍ په تور ځینې کسان په بمونو الوزوي.

افغان چارواکي وايي دغه ویډیو د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې ډکه شوې ده، په دغې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د فعالیتونو نور خبرونه هم ورکړل شوي دي.

د افغانستان پرمختګ

د نړۍ دوو سترو قوتونو د نورو برخو ترڅنګ د افراطیت او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره پر خپلو ژمنو بیا ټېنګار کړی دی.

د شنبې په ورځ د امریکا او چین په مشرې د افغانستان د پرمختګ او له دغه هېواد سره د همکارۍ په اړه غونډه وشوه.

دغه غونډه چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسملۍ په څنډو کې وشوه، د افغانستان اجرايي ریس عبدالله عبدالله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ای، په کې شامل وو.

جان کیري وویل چې د القاعدې د ګواښ تر څنګ " د داعش موجودیت د خطر یوه نوې بڼه زېږولې ده " هغه هم په داسې یوه سیمه کې چې له وړاندې نا امنه ده.

د امریکا، چین او افغان چارواکو له درې اړخیزې غونډې وروسته په یوې خپرې شوې اعلامیې کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې او له طالبانو سره د بیا پخلاینې د هڅو پر" ملاتړ ټېنګار" شوی دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG