د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې داعش د ملکیانو کورونه سوځولي


داعش ډلې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو ۶۵ کورونو ته اور ورته کړی دی.
داعش ډلې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو ۶۵ کورونو ته اور ورته کړی دی.

د ننګرهار ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په کوټ ولسوالۍ کې د ولسي خلکو لسګونه کورونه سوځولي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د کوټ ولسوالۍ په بر شاخېل، بر سې پای او لاغرجو ساحو کې پرون مازدیګر د ولسي خلکو پنځه شپېته کورونه سوځولي دي.

د خوږياڼي پر وینا ښايي په دغو کورونو کې د داعش ډلې غړي ځای پر ځای شوي وو او ښايي له دغو سیمو څخه نورو سیمو ته تللي وي، نو ځکه یې سوځوولي دي.

نوموړی وايي چې په سوځول شویو کورونو کې خلک نه اوسېدل او څو میاشتې وړاندې ترې د جګړو او نامنیو له امله د جلال آباد ښار او نورو سیمو ته راکډه شوي وو.

د خوږیاڼي پر وینا، دغه سیمې اوس له داعش سره دي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو امریکا غږ ته وویل چې د سوځول شویو کورونو شمېره تر سلو پورې رسېږي.

د هغوی پر وینا، چې داعش له کورونو څخه سامانونه وړي او تشو کوټو ته یې اورونه ورته کړي دي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د کوټ ولسوالۍ په ‌‌‌‌‌‌ډېرو غرنیو سیمو کې اوسمهال داعش وسله وال حاکم دي.

XS
SM
MD
LG