د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنگټن کې د داعش ضد کنفرانس کیږي


د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وایي ددی کنفرانس هدف په عراق او سوریې کې داعش ته ماتې ورکول دي
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وایي ددی کنفرانس هدف په عراق او سوریې کې داعش ته ماتې ورکول دي

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د اول ځل لپاره د اته شپیته هغو هیوادونو د بهرنیوچارو د وزیرانو او نړیوالو سازمانونو د جکپوړو چارواکو لویه غونډه جوړوي چې د امریکا په مشرۍ د داعش د ډلې پرضد د جګړ د ایتلاف غړي دي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وایي ددی کنفرانس هدف دادی چې په عراق او سوریه کې په پاتې سیمو کې د داعش وسله والو ته د ماتې ورکولو نړیوال کوششونه ګړندي کړي او ددی ډلې پر څانګو، متحدینو او شبکو د ځپلو فشار زیات کړي.

د داعش پرضد جګړه او دا چې د عراق او سوریې سیمې په دې ډول امن شي، ددی لوی کنفرانس اصلي اجڼډا ده چې په واشنګټن کې د بهرنیوچارو د وزیر ریکس ټیلرسن به يي کوربه وي.

که څه هم دغه ایتلاف د یاد وړ پرمختګ کړې، خو د وزارت ویاند مارک ټونر په وینا، ډیر کار لا پاتې دی.

"اول خو دا د نوي حکومت لپاره یو ښه فرصت دی چې معلوم کړي کوم وضعیت کې دی او په کوم لوري باید مخکې لاړ شي. نه غواړم چې زه تر وزیر مخکې خبره درته وکړم، خو فکر کوم دا چې په څه ډول د داعش ډلې ته ماتې ورکړل شي، هغه به ډیر نوي نظرونه، طرحې او یو نوی سنجش مطرح کړي"

د بروکینګز څیړنیز مرکز نه د مایکل اوهنلن په باور، د ستراتیژۍ د جوړولو پدې غوڼډه کې به ټیلرسن د امریکا د متحدینو سره د مخامخ لیدو چانس ولري.

"که هره نوې طرحه اوسي خو ډير ښه، مګر پدې اوله لیدنه کې دی ټکي ته ضرورت نشته او نه کوم حتمي خبره ده. ځکه ګډون وال د یوبل پیژندنې ته ضرورت لري او څرګنده ده چې ریکس ټیلرسن او ډونالدټرمپ هغه کسان ندي چې په بهرني سیاست یا د ملي امنیت په ډګر کې ډير مشهوره اوسي. په حقیقت کې دوئ حتی په شخصي کچه د یو بل سره پیژندلو ته اړتیا لري."

اوهنلن وایي کیدی شي د ایتلاف غړي په ځنو ټکیو چې نظر اختلاف لري غور وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ پر پخواني جمهور رئیس بارک اوباما ډير انتقاد کوي چې د داعش د ډلې په ضد يي کمزروې دریځ درلود. خو څیړونکي دیته ګوري چې نوی حکومت به د نویو اقداماتو یوه طرحه جوړه کړي.

ځکه داسې ګمان کیږي چې رقه به اوس د داعش لخوا د جګړې نوی مرکز اعلان شي.

XS
SM
MD
LG