د لاس رسي وړ اتصالات

داعش اروپايي ځوانان خطا باسي


په داسې حال کې چې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش پرضد جګړه روانه او په پراخیدو ده، زیات شمیر هېوادونه د جګړې د تلفاتو او د دې ډلې په صفونو کې د سلګونو تنو اروپایي او نورو هیوادونو د ځوانانو د یو ځای کیدو په وجه اندیښمن دي.

د چارو د کاروپوهانو د اټکل له مخې ددغو کسانو په سلو کې لس یې ښځې دي چې د اسلامي دولت یا داعش په تبلیغ باندې خطاوتي دي او غواړي چې په دې جګړې کې د دې ډلې سره مرسته وکړي.

د امریکا غږ خبریالې لیزا پراینټ په فرانسې کې چې د هغو اروپايي هېوادونو په سر کې دی چې د داعش سره یې زیات شمیر ښځېنه اوسیدونکي یو ځای شوي دي، بیلابیلې قضیې تعقیب کړي دي.

هغه لیکي چې دوه اونۍ مخکې ۱۵ کلنه آسیا سعیدي د فرانسې د جنوب څخه ناببره لادرکه شوه او پر فیسبوک باندې یې لیکلي و چې غواړي سوریې ته ولاړه شي او هلته جهاد وکړي.

پلټوونکو او کورنۍ یې د هغې لټه پيل کړه او تیره شنبې یې هغه په یوه رسټورانټ کې پیدا کړه چې د ګارسون په توګه یې هلته کار کاوه.

آسیا وویل " زه د انټرنیټ په واسطه جهاد ته تشویق شوې وم خو په دې رسټورانټ کې چې زه کار کوم ماته وویل شول چې کوم کسان چې غواړي ما استخدام کړي هغوي ترهګر دي."

د زرو نه زیات اروپایان د داعش سره یوځای شوي

خبریاله وایي چې له بده مرغه ټولې پېښې د آسیا سعیدي د پېښې په توګه نه دي تمامې شوي. په سلګونو ځوانې نجوڼي د لویدیځ څخه تللي دي او د داعش سره یو ځای سوي دي.

تر اوسه پوري دقیقه شمیره نه ده معلومه چې څومره نجوڼې د فرانسې څخه تللي دي خو داسې معلومېږي چې فرانسه د هغو هېوادونو په سر کې راځي چې زیات شمیر اتباع یې مینځني ختیځ ته د جهاد دپاره تللي دي. اټکل کیږي چې د فرانسې څخه شاوخوا ۱۰۰۰ کسه تللي چې د ۶۰ څخه زیات یې نجوني دي.

د لندن د کینګ کالج د دفاعي مطالعاتو د پوهنځۍ څخه پروفیسوره کترین برون په جهادي تنظیمونو کې د ښځو پر نقش باندې د څه مودې راهیسې تحقیق کوي.

هغه وايي " د افراطیت کلمه اوس ډیره مشهوره شوې ده خو زمونږ پوهه په دې برخه کې ډیره محدوده ده. هغه څه چې اوس ډیر واضیح شوي دي هغه دا دي چې د هر یوه کس قضیه او د تشویقیدو لامل یې متفاوت دی."

میرمن برون ټولنیزې رسنۍ څاري چې ولي ښځې د داعش د ډلې سره یوځای کېږي " ښځې د سیاسي او شخصي دلایلو پر بنسټ د اسلامي دولت او نورو افراطي ډلو سره یوځای کېږي. زه دا نه منم چې وايي دوي یواځي د احساساتو پر بنسټ چې ودونه پیدا کړي دا کار کوي. داسي نه ده چې دوي بې منطقه او احساساتي دي."

میرمن برون وايي چې دا رښتیا ده چې ځینې په دې خاطر د داعش سره یوځای کېږي چې د جهادیانو ناوې شي خو ځینې یې داسي هم دي چې د داعش په تعبیر اسلام ته تشویقېږي، سره له دې چې داعش ډیر ظالمانه دودونه او کړنې لري.

د نجوڼو د احساساتو څخه ناوړه کټه پورته کېږي

د فرانسې د افراطیت د مخنیوي د مرکز مشره دونیا بوزر چې په انسان پېږندنه کې یې زده کړې دي د نارینه جهادیانو او ښځینه جهادیانو ترمنځ توپیر کوي او وايي چې نارینه ځکه افراطیت ته هڅول کېږي چې هغوي ته د شیطان او فتنې سره د جګړې خبره کېږي او ښځې بیا د بشري ملحوظاتو پر بنا خطا ایستل کېږي چې د افراطي ډلو سره یوځای شي.

آغلې بوزر وايي " د افراطیانو لومړی تاکتیک او میتود دا دی چې ښځې تشویقوي چې باید په مقدسه خاوره کې د هغو کسانو دپاره ځانونه قربان کړي چې دوي مینه ورسره لري. دویم تاکتیک یې دا دی چې زیات شمیر ښځې بشري کارونو ته ډیر ژر زړه ښه کوي چې د نرسانو په توګه کار وکړي او نور ټولنیز فعالیتونو ترسره کړي او په همدغه بهانه هم خطا ایستل کېږي."

خو د اسلامي مطالعاتو کارپوه او د ترهګرۍ ضد پخوانی جګپوړی چارواکی لویس کپرولي بیا وايي چې داعش هڅه کوي چې ښځې هم ورسره په مبارزه کې فعاله ونډه ولري.

هغه وايي " داعش نه یواځي ښځې په ټولنیزو مسایلو کې فعالیت ته هڅوي بلکې هغوي په جګړې کې د فعاله ونډې اخیستو دپاره هم تشویقوي. داسي ویډیوګانې راوتلي دي چې ښځې د کلشینکوفونو سره ولاړې دي او خبرداری ورکوي چې خلګ به ووژني."

که د ښځو شمیر کم هم وي، خو پروفیسوره کترین برون وايي دغه راز پېښې ستر تاثیرات لري " دلیل چې دا مسله جدي او مهمه ده دا دی چې مونږ بې طرفه قضاوت نلرو. ځکه دا زمونږ په ټولنه کې نادره موضوع ده چې ښځې تشدد وکړي. په همدغه دلیل دې موضوع ته زیات انعکاس ورکول کېږي."

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو په یوه ریپوټ کې راغلي دي چې داعش په عراق کې د ښځو پرضد سخت تشدد کوي چې په کې پر ښځو جنسي تیری او د ښځو وژل هم شامل دي.

په مجموع کې د داعش سره د اروپا د ځینو ځوانانو یوځای کېدو یو لړ امنیتي اندېښنې راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG