د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کونړ دوو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو فعالیت ځنډولی


د کونړ ولایتي چارواکي وايي، د اسلامي دولت یا داعش وسله وال د دغه ولایت په پنځه ولسوالیو کې فعال دي.
د کونړ ولایتي چارواکي وايي، د اسلامي دولت یا داعش وسله وال د دغه ولایت په پنځه ولسوالیو کې فعال دي.

د کونړ د مخابراتو رئیس سید احمد مدد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې داعش وسله والو له تیرو دوو اونیو راهیسې د دغه ولایت د پیچ درې دوو ولسوالیو ماڼوګي او چپه دره کې مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز لګولی دی.

د کونړ ولایتي چارواکي وايي، د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې ګواښ کړی، چې که په دغو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې بیا فعالیت پیل کړي نو د دغو شبکو د انتنونو پایې به وسوځي او ساتونکي به یې ووژني.

د پیچ درې په دغو دوو ولسوالیو کې د ایم ټي ایم او سلام په نومونو دوه مخابراتي شبکې فعالې وې.

د کونړ د مخابراتو رئیس وویل، چې په قومي کچه یې هڅې پیل کړي تر څو دغه ستونزه حل شي .

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي د ماڼوګي او چپې درې سربېره د وټه پور ولسوالۍ ځینو برخو کې هم د یوې مخابراتي شبکې یو انتن بند شوی دی.

ښاغلي مصمم وویل چې قومي مشران یې ولسوالیو ته ورغوښتي چې ددغو شبکو د بېرته فعالت لپاره هڅې وکړي.

ځايي اوسېدونکي وايي، د شبکو له بندېدو سره له سختو ستونزو سره مخ شوي او له حکومت او قومي مشرانو نه یې په دې برخه کې د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د کونړ ولایتي چارواکي وايي، چې دغه شبکې له تېرو دوو اونیو راهیسې بندې شوې دي.

په کونړ کې امنیتي چارواکي وايي چې د اسلامي دولت یا داعش وسله وال ددغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې فعالیت لري.

د کونړ په دوو ولسوالیو کې دا مخابراتي شبکو فعالیت په داسې حال کې ځنډول شوی، چې وسله والو طالبانو د هلمند په ولایت کې له یوې اونۍ راهیسې د ټولو مخابراتي شبکو فعالیت ځنډولی دی.

XS
SM
MD
LG