د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي چې داعش مات شي له کردانو وسلې اخلي


امریکا وايي په سوریي کې جنګېدونکي کردان د داعش په ځپلو او شړلو کې مهم رول لري
امریکا وايي په سوریي کې جنګېدونکي کردان د داعش په ځپلو او شړلو کې مهم رول لري

په ترکیه کې چارواکي وايي امریکا ورته ډاډ ورکړی چې د داعش له ماتولو وروسته به له کردي جګړه مارانو څخه بېرته وسلې ټولوي.

امریکا په سوریې کې د داعش د ماتولو لپاره کردي جګړه مارانو ته وسلې او مهمات ورکړل، خو انقره اندېښنه لري چې دا جګړه ماران یې په سرحد کې پراته دي او هسې نه کومه ستونزه ورته جوړه کړي.

د ترکیې د دفاع وزارت وايي د امریکا د دفاع وزیر جیم مټیس د ترکیې د دفاع وزیر فکري ایسک ته ویلي "کردانو ته د ورکړل شویو وسلو پوره جزییات لري او همدا چې داعش مات شي، ټولې وسلې به بېرته ټولې کړې".

رویټرز وايي د دغو وسلو په اړه معلومات له ترکیې سره هم شریک شوي دي. ترکیه وايی په سوریه کې د داعش ضد کردي جګړه ماران د کردانو له هغې ډلې سره تړاو لري چې په ترکیه کې یې تروریستي بریدونه کړي او انقرې دا ډله غیر قانوني اعلان کړې ده.

خو امریکا وايي په سوریي کې جنګېدونکي کردان د داعش په ځپلو او شړلو کې مهم رول لري او دغه کمپاین مهمه برخه جوړوي.

ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه وکړه چې سوریې کې به کردان وسله وال کوي چې له داعش سره وجنګیږي، همدې کار د ترکیې اندېښنې راوپارولې او څه موده مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ولسمشر ټرمپ ته په سپینې ماڼۍ کې خپله اندېښنه وښوده.

ښاغلي اردوغان دا خبره هم وکړه که د دغو کردي جګړه مارانو له لورې انقرې ته کوم ګواښ پېښ شو، پر ضد به یې اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG