د لاس رسي وړ اتصالات

پینټگان: په نایجیر کې په امریکایي عسکرو حمله داعش کړې


د امریکا د دفاع وزارت وایي چې په نائجیر کې حمله د اسلامي دولت ډلې کړیده. په دغه حمله کې څلور تنه امریکایان وژل شویدي. داسې ښکاري چې کلیوالو په دغه حمله کې لاس لرلو.

د پینټاگان ویاند مایکل بالډینزا د امریکا غږ ته وویل چې په نایجیر کې د اکتوبر په ۴ نیټه په امریکایي او نایجیریاي عسکرو حمله د داعش ډلې کړي وه. په دغه حمله کې د نایجیر هم څلور تنه عسکر وژل شوي و.

یو امریکایي چارواکي امریکا غږ ته د نوم نه ښودولو په شرط وویل چې د امریکا د ځانگړي قواوو یوه ډله د سیمې د مشرانو سره د ملاقات نه وروسته بیرته خپلو موټرو ته روان و چې په هغوي باندې حمله وشوه.

دغه چارواکي زیاته کړه چې د کلي د مشرانو سره ملاقات د شپې د ناوخته پورې دوام وکړ او ځینې کسان دا شک لري چې د کلي کسانو غوښتل چې دغه ملاقات د ناوخته پورې دوام وکړي ترڅو په هغوي حمله وشي.

د نایجیر د دفاع د وزارت چارواکو دا تائید کړیده چې د ټونگو ټونگو د سیمې سره نژدی دغه پیښه شویده. په دغه حمله کې دوه تنه امریکایي او اته تنه نایجیریایي عسکر زخمیان شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG