د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې په مسجد برید کوونکی په ۵۳ کالونو بند محکوم شو


د امیلي کلایر هاري په نامه یو سپین پوستی امریکایي چې د متحده ایالاتو د مینېسوټا په ایالت کې د دارالفاروق په اسلامي مرکز کې په چاودنې تورن و، په ۵۳ کاله بند تیرولو محکوم شو.

هغه اوس ۴۱ کلن دی.

د هاري د محاکمې جریان چې د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په ۹مې پیل شوی و، فدرالي منصفه هیت هغه په پنځو واړو تورنو کې مجرم وباله.

په قصدي توګه د مذهب سره تړلې ودانیو ورانول او زیانمنول، په قصدي توګه د زور او او ګواښلو د لارې د مذهبي آزادیو مخنیوی یا د مخنیوي هڅه کول، د اور اچولو، چاودنو د لارې د فدرالي جرمونو د کولو دسیسه جوړول، د تشدد په جرم کې د ورانونکې آلې کارول یا لیږدول او د نا ثبت شوې ورانکارۍ آلې درلودل هغه تورونه دي چې ښاغلی هاري پکې مجرم ثابت شوی.

قاضي ډونو وان ډبلیو فرانک د محکمې د حکم د اعلان پر وخت د هاري لخوا طرحه شوی برید په لوړه کچه پیچلې او د مخکې نه پلان شوې داخلي ترهګري وبلله.

په همدې حال کې لویې څارنوالې لیسا او موناکو وویل چې "هاري غوښتل یوه بسته مذهبي ټولنه وترهوي." میرمن لیسا زیاته کړه چې د محکمې نننۍ پریکړه دا ښکاره کوي چې د "کرکې له کبله پیدا شوې د ترهګرۍ دا ډول کړنې په هیڅ ډول د زغم وړ ندي".

په محکمې کې ثابته شوه چې دې ۴۱ کلن هاري د ۲۰۱۷ په اوړي کې د "سپینو سویانو"په نامه د ایلونایز په ایالت کې د تررویستي ملیشو یوه ډله جوړه کړې وه. هغه دوه نور کسان هم د ځان سره استخدام کړي او جنګي ټوپک او د ملیشو اړوند تجهیزات یې ورته ورکړي و.

هاري او دوو ملګرو یې د ۲۰۱۷ کال د اګست په میاشت کې د ایلونایز نه د مېنېسوټا ایالت د بلومنګټن ښار ته په موټر کې تللي و چې د دارالفاروق اسلامي مرکز په بم والوزوي. هاري په ځانګړي توګه دا اسلام مرکز په نښه کاوه چې مسلمانان وډاروي او هغوي ته دا ګمان ورکړي چې په امریکا کې ورته هرکلی نه ویل کیږي او باید دا هیواد پریږدي.

په محکمې کې دا هم ثابته شوه چې هاري او ملګري یې د سهار په شاوخوا ۵ بجو د دارالفاروق اسلامي مرکز ته ورغلي و. د موریس په نامه ملګري یې د هاري په لارښونې د اسلامي مرکز د امام د دفتر دروازه په مارتول ماته کړې وه.

د مک ورټر په نامه د هاري بل ملګري د هغه په لارښونې شل پونډه بم چې دوي پخپله جوړ کړی و، د ماتې شوې ښیښې د لارې د اسلامي مرکز دننه وغورځاوه او د بم پټاقۍ یې هم بله کړله. درې واړه یې د پیښې نه وروسته بیرته د ایلونایز ایالت ته تښتيدلي و.

په چاودنې کې د امام دفتر ډیر وران شوی و. برید کوونکومرکز ته یوه پلاستیکي کڅوړه هم غورځولې وه چې ډیزل او د خاورو تیل پکې کارول شوي و او له همدې کبله دود او اور هم مرکز ته ډیر تاوان رسولی و.

چاودنه پداسې وخت کې په مسجد کې شوې وه چې ګڼ شمیر خلک د سهار د لمانځه لپاره دې مرکز ته ورغلي و. په چاودنې او اور کې چا ته د سر زیان نه و رسیدلی.

د هاري ملګرو مک ورټر او موریس دواړو په ۲۰۱۹ کال کې پخپلو جرمونو اعتراف کړی او د محکمې نیټه یې لا نده ټاکل شوې

XS
SM
MD
LG