د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو اووم پړاو د پنجشنبې په ورځ اګست ۶مه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د اراضۍ پر سر په شخړه کې پرته له کوم مهم پرمختګ پای ته ورسېد.
سرچینې وايي، دواړه لوري د پولې په اوږدو کې د امتحاني سیمو د پراخولو په اړه یوې هوکړې ته ونه رسېدل. لبنان غوښتل چې یوه بله سیمه هم په امتحاني سیمو کې شامله شي، خو اسرائیل ټینګار کړی چې لومړی باید په دوو لومړنیو امتحاني سیمو کې د تصدیق او ارزونې بهیر بشپړ شي.
د ارضۍ اړوند شخړې په اړه د بنبست سربېره، دواړو لورو د خپلو هغو اتباعو لومړني نوملړونه هم سره تبادله کړل چې یا په بند کې دي او یا یې د برخلیک په اړه معلومات نشته. لبنان ټینګار کړی چې د ملکي بندیانو خوشې کول باید لومړنی ګام وي.
مرکچیانو د امتحاني سیمو څخه د ځواکونو د وتلو د بهیر د احتمالي څارنې لپاره د لورو په اړه هم هوکړه کړې او د اوسني اوربند پر ساتلو یې ټینګار کړی دی.
اسرائیل د هغې درې اړخیزې هوکړې له مخې چې امریکا، اسرائیل او لبنان تېره میاشت په واشنګټن کې لاسلیک کړې، منلې چې د لبنان په جنوب کې له دوو کوچنیو سیمو څخه خپل ځواکونه وباسي. د راپورونو له مخې له دغو سیمو څخه د حزبالله زیربناوې پاکې شوې او وروسته به یې کنټرول د لبنان پوځ ته وسپارل شي.
د خبرو په اووم پړاو کې هوکړه وشوه چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د یوې نوې پرېکړهلیک د تصویب لپاره هڅې وشي، څو د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو د موقتي ځواک (یونیفل) د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته د ترتیباتو لپاره نړیوال چوکاټ رامنځته شي.
امریکايي چارواکو هم ژمنه کړې چې د انتقالي دورې پر مهال به له دواړو لورو سره د بندیانو او د سرحدونو د ټاکلو په اړه خپلې اړیکې او خبرې روانې وساتي.
دا خبرې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د پولې د ثبات لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو وروستۍ لړۍ ده؛ هغه سیمه چې په وروستیو میاشتو کې پکې تاوتریخوالی زیات شوی دی. ټاکل شوې چې د خبرو راتلونکی پړاو په موقتي ډول د سپټمبر په لومړۍ نېټه ترسره شي.
د لبنان او اسرائیل مرکچي پلاوو درې ورځې په روم کې خبرې وکړې چې دوه ورځې یې د امریکا په سفارت کې د پراخو غونډو لپاره ځانګړې شوې وې.
د خبرو اووم پړاو داسې مهال پای ته ورسېد چې د اسرائیل پوځ د چهارشنبې په ورځ پر جنوبي لبنان خپل بریدونه بیا پیل کړل. اسرائیلي پوځ وویل چې دا بریدونه د حزبالله له لوري د اوربند د سرغړونې په غبرګون کې شوي دي. دغه بریدونه د پنجشنبې په ورځ هم دوام درلود.
فورم \ دبحث خونه