د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په منځګړیتوب؛ سوریې او اسرائیل په اردن کې بیا خبرې وکړې

په دې غونډې کې د تاوتریخوالي پر کمولو او د هغو مذاکراتو پر بیا پیل تمرکز وشو چې موخه یې د سوریې او اسرائیلو ترمنځ یوه نوي امنیتي تړون ته رسېدل دي.

د سوریې د پلاوي مشري د بهرنیو چارو د ادارې مشر اسعد الشیباني کوله. په پلاوي کې د سوریې د عمومي استخباراتو او پوځي استخباراتو مشران هم شامل وو. اسرائیلو هم په دې خبرو کې خپل لوړپوړی پلاوی استولی و.

په اردن کې دا خبرې په داسې مهال کېږي چې د سوریې پر خاورې باندې د اسرائیلو له وروستیو بریدونو وروسته تاوتریخوالی زیات شوی او د سوریې په جنوبي برخو کې بې‌ثباتي هم پراخه شوې ده. د امریکا په منځګړتوب ددغو خبرو یوه بله موخه په سوریې او ټوله سیمه کې د ثبات ټینګول دي.

د یوه دیپلوماتیکې سرچینې په وینا، چې د سوریې رسنیو یې یادونه کړې، دواړو لورو د اسرائیلي بریدونو، نیونو او هدفي عملیاتو د درولو لپاره پر عملي اقداماتو خبرې وکړې. همداراز د امنیتي تړون لپاره د مذاکراتو د بیا پیل پر لارو چارو هم بحث وشو.

که داسې یو تړون ترلاسه شي، نو په راتلونکي کې به د دواړو لورو ترمنځ د یوې پراخې هوکړې لپاره بنسټ کېښودل شي.

سوریې په دغو خبرو کې پر دې ټینګار کړی چې په لانجمنو سیمو کې دې د اسرائیلو پوځي حضور پای ته ورسېږي او د ۱۹۷۴ کال تړون دې بېرته عملي شي.

د ۱۹۷۴ کال تړون د سوریې او اسرائیلو ترمنځ د ځواکونو د جلا کولو لپاره جوړ شوی و.

په داسې حال کې چې واشنګټن هڅه کوي تاوتریخوالی راکم او په سوریه او ټوله سیمه کې د لا زیاتې شخړې او بې‌ثباتۍ مخه ونیسي، دواړو لورو ترمنځ دا وروستۍ لیدنه یو مهم دیپلوماتیک تماس بلل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG