د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: اسرائیل یونسکو ته د متحدو ایالتونو د ستنیدو ملاتړ کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوایي اومه) د هغه هیواد په سنا مجلس کې وویل اسرائیل د ملګرو ملتونو له تعلیمي، فرهنګي او علمي سازمان "یونسکو" سره د امریکا پر یوځای کیدو اعتراض نلري.

اسرائیل په ۲۰۱۹ کال کې له تبعیض څخه د ډک چلند د ادعاوو له امله له متحدو ایالتونو سره یوځای له دغه سازمان څخه ووت.

ښاغلي بلینکن د قانون جوړونکو د پوښتنې په ځواب کې پر کانګرس غږ وکړ څو جمهور رئیس ته له هغه قانون څخه چې له مخې یې د یونسکو په شان نړیوالو سازمانونو ته چې فلسطین د یوه دولت په توګه پیژني او د بودیجې ورکړه پرې بندوي، د تیریدو اجازه ورکړي.

ښاغلي بلینکن د امریکا سنا مجلس غړو ته وویل:" موږ په دې باور یو چې د معافیت د اختیاراتو درلودل مهم دي او موږ کولی شو په ځواکمنتیا سره ووایو چې په اسرائیل کې زموږ شریکان هم همدا احساس لري. هغوی به له یونسکو سره زموږ له بیا یوځای کیدو ملاتړ وکړي."

بلینکن د تعلیم او مصنوعي ذکاوت په برخو کې د یونسکو ونډې ته په اشارې وویل چې امریکا د خپل حضور د نشتوالي له امله تاوان لیدلی دی.

بلینکن زیاته کړه:" کله چې موږ د بحثونو د رامنځ ته کیدو او د بحثونو د تظیم او د ستندردونو د رامنځ ته کیدو لپاره د میز خواته نه یو نو روښانه ده چې یو بل څوک شته، او دا یو بل څوک احتمالا چې چین دی."

متحدو ایالتونو تر ۲۰۱۱ کاله پورې یونسکو په کال کې اتیا میلیون ډالره یا شل سلنه بودیجه ورکوله خو کله چې یاد سازمان فلسطین ته د یوه دولت په توګه غړیتوب ورکړ، دا بودیجه بنده شوه.

د متحدو ایالتونو او اسرائیلو پخوانیو مشران ډونالډ ټرمپ او بینیامین نتانیاهو دواړه په بشپړ ډول په ۲۰۱۸ کال کې د ملګرو ملتونو له دغه تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان څخه ووتل.

اسرائیلو وروسته له هغه غبرګون وښود چې یاد سازمان د اردن سیند په لودیځه غاړه کې د یهودانو او مسلمانانو مشترک زوړ ښار "هیبرون" د فلسطین د نړیوال تاریخي میراث په توګه وپيژانده.

د متحدو ایالتونو د ستنیدو فعالین وایي د ملګرو ملتونو ددغې برخې اوسنۍ مشرې او د فرانسې د کلتور پخواني وزیرې اودري اژولي په بریالي ډول د تعصب تورونو ته رسیدګي کړې ده.

XS
SM
MD
LG