د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اسرائیل سره نږدې کښتۍ او جنګي الوتکې استوي


د اسرائیل -حماس تر منځ جګړو کې چې د شنبې په ورځ پیل شوي، تر اوسه په دواړو خواوو کې د زرو څخه د ډیرو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی.
د اسرائیل -حماس تر منځ جګړو کې چې د شنبې په ورځ پیل شوي، تر اوسه په دواړو خواوو کې د زرو څخه د ډیرو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه اکټوبر ۸ (تلې۱۶) امریکایي جنګي کښتیو او الوتکو ته امر وکړ چې اسرائیل سره نږدې په مدیترانیې بحیرې کې ځای پر ځای شي او هم یې اسرائیل ته تازه نظامي مرستې واستولې.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان ویلي چې د USS Geral R Ford په نامه الوتکې وړونکي کښتۍ او جنګي الوتکې د مدیترانیې په ختیځ کې ځای پر ځای کوي او هم په سیمه کې د جنګي الوتکو قطعات قوي کوي.

سپینه ماڼۍ وایي چې جمهور رئیس جو بایډن د اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو سره په خبرو کې د "کاڼي په شان سخت ملاتړ" څرګندولو تر څنګ وویل چې د اسرائیل د دفاع لپاره "اضافي امریکایي مرستې پر لار دي او په راتلونکو ورځو کې به نورې مرستې هم ورشي".

په اعلامیې کې ویل شوي چې دواړو مشرانو په روانو هڅو خبرې وکړلې تر څو یقیني کړي چې د اسرائیل "هیڅ دښمن دا ګمان ونکړي چې د روان وضعیت څخه ګټه اخیستلی شي".

د اسرائیل چارواکو ویلي چې د حماس په بریدونو څه باندې ۶ سوه کسان وژل شوي او په فلسطین کې بیا چارواکو ویلي چې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶۰ تنه تر دې دمه وژل شویدي.

د رسمې جګړې اعلان

متحده ایالاتو داسې مهال د اسرائیل سره د بشپړ ملاتړ اعلان کړی او د تازه مهماتو او نورو نظامي مرستو ژمنه یې کړې چې د اسرائیل حکومت یکشنبه اکټوبر ۸ په رسمي توګه د حماس سره د جګړې اعلان وکړ او ښایي دې بریدونو ته پراخ نظامي ځواب ووایي.

د اسرائیل د حکومت د کابینې دې اعلان څخه وړاندې هم صدراعظم بنجامین نیتن یاهو ویلي و چې هیواد یې د حماس سره په جګړې اخته دی او د قوي غچ اخیستو ژمنه یې کړې وه.

دا اعلان داسې مهال وشو چې د یکشنبې په ورځ د اسرائیل په جنوبي برخو کې د حماس او اسرائیل ځواکونو تر منځ نښتې روانې وې او په هوایي بریدونو کې د غزې څو ودانۍ ړنګ شوې.

سره لدې چې د اسرائیل د ځوابي عمل په هکله تر اوسه جزیات ندي ورکړل شوي خو مبصرین چې د منځني ختیځ چارې څاري ګمان کوي چې ښایي د اسرئیل پیاده ځواکونه غزې ته ننوزي او دا به د پام وړ توګه جګړه پراخه کاندي.

د اسرائیل صدراعظم خبرداری ورکړی چې د حماس پر ضد جګړه به وخت نیسي او سخته به وي.

جګړې کې د ایران لاس:

د اسرائیل د حکومت لخوا د حماس پر ضد په رسمي توګه د جګړې اعلان داسې مهال کیږي چې ځينو څارونکو امریکا غږ ته ویلي په اسرائیل د برید څخه څو اوونۍ وړاندې ایران د حماس سره د نږدې همغږۍ کولو نښې څرګندې کړې وې.

د ایران د دولتي خبري اژانس تسنیم په یو راپور کې ویل شوي چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهایان د حماس او نورو فلسطیني جهادي ډلو مشرانو سره چې په غزه کې مرکزونه لري، د تیرې سپټمبر میاشتې په لومړې نیټې د لبنان د بیروت په ښار کې کتلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دواړو خواوو د اسرئیل د قبضې څخه د فلسطین آزادولو په اړتیا ټینګار کړی و.

ایران په غزې کې د حماس ډلې سره د وسلو او مالي مرستو یو مهم اکمالوونکی هیواد دی.

په اسرائیل د حماس ډلې برید څخه څلور ورځې وړاندې د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي هم د ایکس په شبکې کې لیکلي و چې "غاصب رژیم پای ته رسیدونکی دی" چې اشاره یې اسرائیل ته وه.

خامنه اي همدرانګه لیکلي و چې فلسطیني ځوانان او د ظلم او ښکیلاک ضد خوځښتونه دومره له انرژۍ ډک، لا ژوندي او لا چمتو دی چې په تیرو ۷۰ یا ۸۰ کالونو کې ساری نلري. که د خدای ج رضا وي، دا خوځښت به خپل اهداف تر لاسه کاندي".

د شنبې په ورځ چې د حماس ډلې پر اسرائیل د بریدونو انځورنه او ویډیوګانې په انټرنیټ کې خپرې کړلې، یوازې څو شیبې وروسته همدا انځورونه او ویډیوګانې د ټولنیزو شبکو په هغو حسابونو کې خپرې شوې چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو پورې تړلې دي.

ایران چاروکو هم په اسرائیل د حماس دا بریدونه ستایلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG