د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایل او فلسطین د شخړې په پای ته رسیدو کې شک لري.


اسرایل او فلسطین د شخړې په پای ته رسیدو کې شک لري.
اسرایل او فلسطین د شخړې په پای ته رسیدو کې شک لري.

دواړه اسرایل او فلسطین پر دې شکمن دي چې د آمریکا په نوښت د دغو ملکونو ترمنځ مستقیمې خبري به په منځني ختیځ کې د ۶ لسېزې شخړه پای ته ورسوي. د بیت المقدس څخه د آمریکا غږ خبریال لویس رامیز په دې باب ریپوټ رااستولی چې په لاندي ډول دی.

د آمریکا متحده ایالاتو ابتکار کړی او فلسطین او اسرایل یې و دې ته هڅولي دي چې د دغو ملکونو ترمنځ د شخړې د هوارولو دپاره دي مستقیمې خبري وشي.

مصطفی مرار په لویدیځه غاړه کې، بیت المقدس ته نږدې د البیرا په ښارګوټي کې د رنګو دوکان لري. د هغه کاروبار په هغه سیمه کې دی چې لس کاله مخکي په کښي جګړه وشوه او کاروباری یې وړنګ شو.

هغه داسي وايي ،،دلته هره ورځ په کاروبار کې نقصان و خو په دې ورستیو کې سیمه بیرته خلاصه شوه او کاروبار بیا پیل شو. زه د تیرو لسو کلونو په اړه خبري کوم چې مونږ ۷ کاله پرله پسې په کښي په نقصان کې وو.،،

د یادونې وړ ده چې په تیرو درو کلونو آرامۍ کې د اسرایلو د خوا په اشغال شوې سیمه کې اقتصادي پرمختګ شوی دی او مصطفی مرار غوندي کسان په دې توانیدلي دي چې خپل کاروبار بیا پیل کړي.

مصطفی مرار زیاتوي چې په ۲۰۰۰ کال کې خبرو ته یوه خوا هم آماده نه وه او په لړ کې یې جګړه پیل شوه او اوس هم داسي ښکاري چې یوه خوا دي هم خبرو ته آماده نه وي.

په عین حال کې زیات شمیر اسرایلیان هم په دې باور دي چې اوس یې ښه وخت نه دی . ځیني وايي چې د څو لسیزو شخړې وروسته د خبرو دپاره د دواړو خواوو ترمنځ مشترکات ډیر کم تر سترګو کېږي.

یوه اسرایلي کس په دې باب داسي وویل،،زه فکر نه کوم چې د سولې دا خبري دي بریالۍ شي. دا لانجه داسي نه ده چې په یو وار دي حل شي. دې ته وخت په کار دی مونږ باید د یوه بل سره بلد سو،،.

اسرایل وايي چې دوی د امنیت تضمین غواړي، یو غیر نظامي فلسطیني هیواد غواړي او نا ویشل شوی بیت المقدس غواړي چې دوی پرې کنټرول ولري. دغه راز زیات شمیر اسرایلیان د دې سره مخالفت ښيي چې د لویدیځې غاړې نه په زرلګونو یهودان ووځي، هغه سیمه چې فلسطین یې غوښتونکی دی.

د منیځني ختیځ د چارو کارپوه مهدي عبدالهادي وايي چې د آمریکا فشار او د دواړو خواوو ترمنځ د نا اماده ګي حس دواړې خواووې و دې ته اړې کړي دي چې د مذاکراتو میز ته حاضر شي.

مهدي داسي وايي،،په تیرو ۲۰ کلونو کې مونږ د اسرایلیانو سره په خبرو کې هیڅ نتیجې ته نه یو رسیدلي. برعکس مونږ نوره ځمکه هم د لاسه ورکوو، مونږ لا پسي ویشل کېږو، مونږ د مشرتابه د بحران سره لاس او ګریوان یو او یوداسي سیستم لرو چې د اسرایلو تر اشغال لاندي دی. اوس واشنګټن صحنې ته راغلی او وايي چې دواړې خواووې یې خبرو ته رابللي دي نه دا بلل نه، بلکې د خبرو ته د آمریکا د خوا د دوی حاضرول دي،،.

په عین حال کې بیا د فلسطین مشرانو د تاوتریخوالي په بیا پیلیدو کې د احتیاط نه کار اخیستی دی.

خو په بیت المقدس کې د اسرایلي مطالعاتو د مرکز نه ددغه مرکز ریْس یعقوب بارسیمانتوف وايي چې تاوتریخوالي د بیا پیلیدو امکان موجود دی .

یعقوب داسي وايي،،پرته له شکه داسي کسان شته چې وايي که چیري د ډیپلوماتیکي بهیر په مرسته سیاسي لوبو نتیجه ورنکړه نو تاوتریخوالي ته به مخه کړو،،.

خو دوکاندار مصطفی بیا وايي چې د نورو په شان زه نه غواړم چې جګړه بیا پیل شي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG