د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرایلو پرضد د امنیت شورا د مسودې سره د آمریکا مخالفت


د اسرایلو پرضد د امنیت شورا د مسودې سره د آمریکا مخالفت
د اسرایلو پرضد د امنیت شورا د مسودې سره د آمریکا مخالفت

د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن پرون د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې مسودې سره مخالفت څرګند کړ چې په ترڅ کې یې د اسرایلو د کور جوړولو فعالیتونو غندل شوي دي. دغه مسوده، شورا ته د پنجشنبې په ورځ وړاندي شوه او زیات ملاتړ یې کېږي.

ډیر لږ پاته ده چې میرمن کلینټن د اسرایلو د کور جوړولو پر ضد د امنیت د شورا مسودې ته د ویټو اخطار ورکړي که چیري دغه مسوده د رای ګیري دپاره مجلس ته وړاندي شي. خو هغه پر دې باندي ټینګار کوي چې په منځني ختیځ کې یواځنۍ د حل لاره دا ده چې دوه مستقل هیوادونه، فلسطین او اسرایل رامنځ ته شي او د آمریکا متحده ایالات هڅه کوي چې دغه مقصد ته د خبرو له لارې ورسېږي.

په یاد شوې مسوده کې چې د عرب د ملکونو او فلسطین د ادارې له خوا یې ملاتړ کېږي، راغلي چې اسرایل په ختیځ بیت القمدس او نورو سیمو کې چې د ۱۹۶۷ کال د جګړې راهیسي یې اشغال کړي، په غیر قانوني توګه کورونه جوړوي او دا کار په سیمه کې د سولې د بهیر پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.

ددغې مسودې نه تر اوسه پوري ۱۲۰ ملکونو ملاتړ کړیْ دیْ او ویل کېږي چې که د امنیت شورا ته د رای ګیرۍ په خاطر وړاندي شي نو ښايي د ‍۱۵ غړو هیوادونو نه یې ۱۴ ملاتړ وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو چې په امنیت شورا کې غړی هیواد دی، تل یې هغه مسودې رد یا ویټو کړي چې د اسرایلو پرضد یوجانبه وي او د میرمن کلینټن د پرون ورځې څرګندونو دا سي وښوده چې دغه مسوده به هم ښايي د آمریکا له خوا ویټو شي.

میرمن کلینټن د استونیا د باندنیو چارو د وزیر اورماس پایت سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د آمریکا متحده ایالات په دې باور دیْ چې د اسرایل او فلسطین د شخړې دپاره یواځنۍ د حل لاره د دوو مستقلو ملکونو جوړول دي.

میرمن کلینټن داسي وویل: ،،دغه ټکي ته په کتو سره مونږ په دې باور نه یو چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو له خوا دي دغه راز اقدامات هغه نتایج ترلاسه کړي چې مونږ یې په نظر کې لرو او هغه د دوو مستقلو ملکونو رامنځ ته کول دي. زمونږ دریځ د کورونو جوړولو په برخه کې هماغسي چې و، بدل شوی نه دی او نه به بدلیږي خو مسله د فلسطینیانو او اسرایلیان مربوط ده چې غواړي د سولې په خبرو کې ګډون وکړي کنه او غواړي چې تفاهم وکړي کنه. مونږ د راتلونکي منځني ختیځ دپاره یوداسي انځور په ذهن کې لرو چېري چې دواړه فلسطین او اسرایل به په سوله او آرامۍ کې څنګ ترځنګه ژوند وکړي او د دواړو ملکونو ماشومان به یو ښه راتلونکې ولري.،،

د یادونې وړ ده چې آمریکايي مامورین په دې آند دي چې داسي اقدامات چې په کښي د اسرایلو موافقت شامل نه وي د سولې بهیر لا پسي پیچلی کوي. په عین حال کې د آمریکا متحده ایالاتو د لاتینې آمریکې د څو ملکونو د وروستي اقدام سره هم مخالفت څرګند کړی چې فلسطین یې د یو مسقتل هیواد په صفت په رسمیت پیژندلی.

XS
SM
MD
LG